احمدزی:د خوست ملاتړ به مو ارګ ته نژدې کړي

د انځور حقوق bbc
Image caption اشرف غني احمدزي خوست کې زرګونو پلویانو ته وینا وکړه

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ کاندید، اشرف غني احمدزي په خوست کې زرګونو پلویانو ته وویل، د خوست ملاتړ به یې بري ته ور نېږدې کړي.

ښاغلي احمدزی د ولسمشریزو ټاکنو له لومړیو کاندیدانو دی چې خوست ته ورغلی و.

لکه چې په خوست کې د بي بي سي خبریال الیاس وحدت وایي، د نوموړي په ملاتړ د خوست مرکزي لوبغالي ته شاوخوا ۳۰ زره تنه ورغلي وو.

اشرف غني احمدزي د وینا په ترڅ کې وویل، خوست به د برېښنا څښتن کړي او له پاکستان سره په پوله د غلام خان بندر به پر مهم سوداګریز او ترانزیتي بندر واړوي.

هغه وویل، د خوست پوهنتون به سیمه ییزې او نړیوالې کچې ته پورته کوي او د خوستوالو لپاره به رغنیزې چارې پرمخ بیایي.

د اشرف غني د کمپاین یوه فعال، په ولسي جرګه کې د دفاعي کمېټې مشر همایون همایون د غونډې ګډونوالو ته وویل ولسسمشرۍ ته د رسېدو په صورت کې به د ښاغلي احمدزي ژمنې عملي کېږي.

خوست ته د اشرف غني احمدزي د ورتګ په لړ کې کلک امنیتي ګامونه اخیستل شوي وو.

د ولسمشرۍ نوماندان د افغانستان په لرو بر کې خپلو تبلیغاتي منډو ترړو ته دوام ورکوي.

بل لور ته د افغانستان په ختیځ کې ولسشمرۍ ته بل نوماند ګل اغا شېرزي خپلو زرګونو پلویانو ته وینا وکړه.

هغه ښاغلي شېرزي ولسمشرۍ ته له نوماند زلمي رسول سره یو ځای کېدل په کلکه رد کړل.

هغه زیاته کړه له طالبانو سره به اېتلاف وکړي خو له زلمي رسول سره نه.

ولسشمریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې د وري په شپاړسمه تر سره کېږي.

ورته مطالب