هلمند کې چاودنې اووه ولسي وګړي وژلي

Image caption دا په تېرو دوو ورځو کې هلمند کې دویمه خونړۍ پېښه ده.

چاودنه د تېرې شنبې په ورځ د سنګین او موسی کلا ولسوالیو ترمنځ پر لار شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، پېښه هغه مهال وشوه، چې د ولسي وګړو دوې سراچې د سړک غاړې پر ښځ شوي ماین وختلې.

په وژل شویو کې مېرمنې او ماشومان هم دي.

تر اوسه د دې چاودنې پړه چا نه ده منلې.

دا په تېرو دوو ورځو کې هلمند کې دویمه خونړۍ پېښه ده، چې ولسي مرګ ژوبله اړوي.

د تېرې جمعې پر ورځ هم تر لسو ډېرو ولسي وګړو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې د مارجې ولسوالۍ کې پرې چاودنه وشوه.

په وروستیو کې افغانستان کې د حکومتي کسانو سربېره، ولسي مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

تېره ورځ هم د افغانستان ختيځ جلال اباد ښار کې یوې چاودنې د نازیانو ولسوال وواژه او شپږ نور کسان یې ټپیان کړل.

همدا شان، د جلال اباد په څنګلوري لغمان ولایت کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې شپږ افغان سرتېري وژلي وو.

په وژل شویو کې څلور د ملي اردو سرتېري، یو سیمه ییز پولیس او یو ملي پولیس وو.

ورته مطالب