د 'طالبانو اسلامي تحریک فدايي محاذ' د سویډني خبریال وژنه ومنله

د انځور حقوق AFP
Image caption نیل هارنر د کابل تر ټولو خوندي او دیپلوماتیکه برخه وزیر اکبر خان کې په نښه شوی دی.

د قاري حمزه په نامه، چې ځان د "طالبانو د اسلامي تحریک فدايي محاذ" ویاند بولي، بي بي سي ته ویلي، چې سویډنی-برتانیایی خبریال نیلس هارنر د دوی کسانو وژلی.

هارنر پر تېره سې شنبې کابل کې ووژل شو.

قاري حمزه کابل کې د بي بي سي یوه خبریال ته د تیلېفون پر کرښه ادعا کړې، چې هارنر د سیمې د جاسوسي شبکو غړی و، چې افغانستان ته د خبریالۍ په پلمه راغلی و.

نوموړی وايي چې د "طالبانو د اسلامي تحریک فدايي محاذ" له ډېر وخت راهیسې د ښاغلي هارنر د وژنې نیت درلود، چې بالاخره دوو غړو یې د کابل وزیر اکبر خان کې د هغه پر وژنې بریالي شول.

دغه ډله تېر کال په قطر کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کېدا وروسته په لومړي ځل څرګنده شوه.

ویل کېږي چې دغه ډله د سخت دریځو طالبانو یوه څانګه ده، چې د سولې له خبرو سره سخت مخالفت لري.

د روان کال په غوايي میاشت کې هم، دغې ډلې د لوګر د والي ارسلا جمال وژلو مسؤولیت منلی و.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې ناپېژاندو وسله والو د سویډن او برتانیا یو تابعیت لرونکی خبریال خبریال په ډزو وژلی دی.

کابل کې د بي بي سي خبریاله کارولاین وایټ وايي، وژل شوي بهرني خبریال د سویډن او برتانیا تابعیتونه لرل او له یوې سویډني رادیو سره یې کار کاوه.

نیل هارنر د کابل تر ټولو خوندي او دیپلوماتیکه برخه وزیر اکبر خان کې په نښه شوی دی.

نوموړی کابل ته د ټاکنیز پوښښ لپاره تللی و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه خبریال پخپل موټر کې سپور و، چې د سړک له یوې غاړې پرې ډزې وشوې.

خو د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼې د یوه عیني شاهد له قوله ویلي، چې په یوه ډز سره یې یو کس ولید، چې پر ځمکه ولوېد.

ویل کېږي چې دغه سویډنی خبریال سخت ټپي شو، کله چې روغتون ته ورسول شو، هلته یې ساه ورکړه.

د انځور حقوق
Image caption دا خبریال داسې مهال وژل کیږي، چې د محمد قسم فهیم د جنازې د مراسمو لپاره په کابل ښار کې ټینګ امنیت نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال نجیب دانش د دې پېښې په اړه بي بي سي ته وویل: "نژدې یوولس بجې، د سویډن یو وګړی، چې له یوې رسنۍ سره یې کار کاوه، د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وزیر اکبر خان سیمه کې تپي شوی، روغتون ته تر لېږدېدا وروسته یې ساه ورکړې ده".

د ښاغلي دانش په وینا، تر اوسه ددې پېښې پړه چا نه ده منلې، خو پولیس وايي چې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

وسله والو طالبانو ویلي، چې د دغه خبریال د وژنې ترشا د دوی لاس نه شته.

وزیر اکبر خان سیمه د کابل تر ټولو نسبتاً خوندي او دیپلوماتیکه سیمه ده، چې زیاتره سفارتونه او د ملګرو ملتونو په ګډون زیاتره بهرني دفترونه په کې پراته دي.

په تېره فبرورۍ میاشت کې، طالبانو د وزیر اکبر خان سیمه کې پر یوه لبناني رستورانت برید وکړ، چې د ۱۳ بهرنیانو په ګډون یې لږترلږه ۲۱ کسان ووژل.

ورته مطالب