هرات کې توپان ځاني او مالي زیانونه اړولي

د هرات توپان
Image caption توپان د ولایتي شورا د ځینو کاندیدانو تبلیغاتي لوحې هم خرابې کړې دي.

د افغانستان لوېديځ هرات ولایت کې سخت توپان لګېدلی، چې لږترلږه یو ماشوم یې وژلی او ۱۹ نور کسان یې ټپیان کړي او سخت مالي زیان یې خلکو ته اړولی دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، دغه توپان دومره قوي و، چې ان ځینې پیړې ونې یې هم له بیخه رایستلې دي، چې شاید په راتلونکو څو ورځو کې له دې توپان سره سخت بارانونه هم مل وي.

دغه توپان د پنجشنبې پر ورځ (کب ۲۲) ګهیځ مهال پیل شوی، چې هرات ښار کې یې د عادي ژوند چارې له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړې دي.

هرات ښار کې زموږ همکار محمد قاضي زاده وايي، اټکل دی، چې دا وضعیت څو ورځې دوام وکړي.

د هرات د مرکزي روغتون مسؤول رفیق شیرزي بي بي سي ته ویلي، تر اوسه د توپان له کبله یو ماشوم مړ شوی او نولس نور ټپیان دوی روغتون ته ور وړل شوي دي.

شیرزی وايي، چې د زیاترو ټپي شویو ماشومانو عمرونه تر لسو کلونو ټيټ دي.

دی وايي چې د څلورو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

خو تر اوسه د توپان له کبله د اوښتي زیان کچه نه ده معلومه شوې.

په سیمه کې زموږ خبریال واييو د هرات په ځينو برخو کې برېښنا پارچاو شوې ده، او ځینې پیړې ونې د ښار په واټونو کې چپه شوې او ان ځینې د خلکو پر سرونو رالوېدلې دي.

په هرات ولایت کې د ټولنیزو رسنیو فعالانو د ننني توپان له کبله د اوښتو زیانونو انځورونه خپاره کړي دي، چې په ځینو کې د کاندیدانو لوی پوسترونه هم باد څیرې او خراب کړي دي.

پر همدې مهال، د هرات ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر مبارز حمیدي ویلي، چې د دغه توپان وړاندوېینه یې کړې وه، چې د اټکل له مخې به راتلونکو ورځو کې له باد سره باران او سېلابونه هم مل وي.

د افغاسنتان هرات او ګڼو نورو ولایتونو کې د موسمي سېلابونو راوتل ډېر کله مرګ ژوبله او زیانونه اړوي.

په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې، د ډېر باران له کبله راوتلو سېلابونو نژدې ۳۰ کسان ووژل.

ښاغلی حمیدي وايي، له مرستندویانو او حکومتي ارګانونو یې غوښتي، چې په دې خبرداري سره راتلونکو طبیعي پېښو او سېلابونو راوتلو ته چمتو اوسي او سر له سبا لومړنۍ مرستې چمتو کړي.

Image caption توپان د پنجشنبې پر ورځ ګهیخ مهال پیل شوی، چې د غځېدو اټکل یې هم شوی
Image caption د توپان له کبله ځینې پیړې ونې هم له بیخه ایستل شوې دي.
Image caption توپان خلکو ته مالي زیان هم اړولی، خو کره اندازه یې نه ده معلومه شوې

ورته مطالب