زلمی رسول په کندهار کې: که ولسمشر شوم د پوهنې لار درته برابروم

د انځور حقوق Reuters
Image caption زلمی رسول د احمد ضياء مسعود او حبيبې سرابي په ملګرتيا ولسمشرۍ ټولټاکنو ته ولاړ دی

د افغانستان ټاکنیزو هلو ځلو کې د ولسمشرۍ يو نوماند زلمی رسول د شنبې پر ورځ کندهار ته تللی و، او هلته يې خپلو پلويانو ته وينا کړې ده.

کندهار چې د افغانستان لومړۍ پلامېنه وه، د افغان ولسمشرۍ هيلمن يې د رايو ګټلو لپاره خپلې هڅې کوي، او په دوديز ډول ارګ ته رسېدو کې د اغېز ټاټوبی بلل کېږي.

کندهار کې د ښاغلي رسول د ملاتړ په موخه دوه غونډې جوړې شوې وې.

په هغه غونډه کې چې خپله زلمي رسول او لومړي مرستیال یې احمد ضیا مسعود وینا وکړه په زرګونه کندهاریان راټول شوي وو.

په کابل کې د بي بي سي پښتو خبریاله زمزمه نیازۍ په خپل راپور کې وايي په داسې حال کې چې افغان ولسمشريزو ټاکنو ته پوره درې اوونۍ پاتې دي، ټاکنیزې منډې ترړې په کې ګرمې شوې، او هر نوماند په بېلابېلو سیمو کې په بېلو بڼو د خلکو خپلولو او رايو ګټلو زيار باسي.

ښاغلي رسول په خپلو خبرو کې د کندهار ښاریانو ته په وينا کې د دغه ولايت امنیت د ټول افغانستان امنیت وباله او ويې ويل "که کندهار ناامنه وي نو ټول افغانستان به ناامنه او بې ټیکاوه وي."

ده له کندرهاریانو د دې ژمنې غوښتنه وکړه چې "له دې وروسته به خپل ماشومان ښونځیو ته لېږي، او تعليم به ورکوي".

زلمي رسول خپلو خبرو ژمنه وکړه که "واک ته ورسېږم تاسو ته به له ټولو مخکې د تعلیم زمينه برابروم".

د دی ترڅنګ د کندهار په بله غونډه کې چې سلګونه ښځو په کې ګډون کړی و، د زلمي رسول دویمې مرستیالې حبیبې سرابي ورته وینا وکړه.

په دې غونډه کې د ولسي جرګې یو شمېر غړو او د مدني ټولنو استازو هم برخه اخیستې وه.

مېرمن سرابي وویل د ټاکنيزو هلو ځلو بهير کې يې ځکه ګډون کړی چې "د ښځو حقونو خوندي او درناوی ورته وشي".

سربېره پر دې دلته په کابل کې بیا د مدني ټولنو یو شمېر غړو او د ښځو د حقونو خوندیتوب یو شمېر بنسټونو د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه بل نوماند محمد شفیق ګل اغا شیرزي ملاتړ کړی دی.

دغه غونډه چې د شنبې پر ورځ جوړه شوی وه د راپورنو له مخې له زرو ډېرو کسانو په کې ګډون کړی و چې سلګونه یې مېرمنې وې.

ورته مطالب