کابل کې د نوي کال مېلې ته چمتووالی

د انځور حقوق
Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نوي کال مېلې ته یې پوره امنیتي چمتووالی نیولی.

په داسې حال کې چې د نوي زیږدیز کال پیلېدو ته ایله څلور ورځې پاتې د ي، د کورنیو چارو وزارت وايي، د نوي کال د دودیزې مېلې امنیت نیولو ته پوره چمتووالی لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د کابل پولیس د نوي کال مراسمو ته پوره چمتووالی لري، چې کابل به د سیمې د ځینو هېوادونو د مشرانو کوربه وي:

''د کابل پولیس د نوي کال د مراسمو لپاره ځانګړي مراسم نیولي، چې په سمه توګه دغه مراسم پای ته ورسېږي، تر اوسه له کوم پاموړ ګواښ سره نه یو مخامخ شوي. سږ کال د سیمې ځینې مشران د کابل په کوربه توب دغه جشن لمانځي. دا لومړی ځل او د ویاړ خبره ده چې افغانستان د نوي کال د جشن لمانځلو کوربه توب کوي''.

کابل کې زموږ همکاره ملائکه احمدزۍ پخپل دې راپور کې وايي، دا لومړی ځل دی، چې کابل د سیمې د نوي کال لمانځونکو هېوادونو کوربه توب کوي.

د نوي کال لمانځل له زروګونو کالو راهیسې د نړۍ په ځینو هېوادونو، په تېره بیا د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د نوي کال مېله هر کال د سیمې د ځینو هېوادونو په موافقه لمانځل کېږي، چې د لوړې کچې چارواکي په کې ګډون کوي.

په تېرو کلونو کې، ایران او تاجکستان د نوي کال د مېلو کوربه توب کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption په تېرو کلونو کې افغانستان، ایران او تاجکستان د نوي کال د مېلو کوربه توب کړی دی.

د ملگرو ملتونو د سازمان په وینا دا ورځ به وروسته له دې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

د نوي زیږدیز کال لومړۍ ورځ د افغانستان، ایران، اذربایجان، پاکستان، ترکیې او تاجکستان په غوښتنه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي ادارې (یونيسکو) له خوا د نړۍ په ناملموسو فرهنګي میراثونو کې شامله شوه.

که څه هم له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې نوی کال لمانځل کېږي، خو یو شمېر کسان یې د لمانځلو مخالفت کوي.

د طالبانو د رژيم پرمهال د نوي کال د مېلې پر جوړولو بندیز لګول شوی و، او دا کار یې د اسلامي شریعت مخالف باله.

ورته مطالب