په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

یوه کال کې یوه پولیس ۶۰۰۰ ماینونه شڼد کړي

د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یوه پولیس په تېر یوه کال کې نژدی ۶۰۰۰ سړک غاړې ماینونه شنډ کړي دي.

سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه پولیس د هڅو له برکته د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې پاموړ لږوالی راغلی دي. ځایي خبریال مامون دراني پنجوایي ته ورغلی او له دغه پولیس افسر سره یې خبرې کړې دي.

۳۸ کلن سراج وایي، د ولسي وګړو مرستې د ماین په موندلو کې خورا مرسته کړې ده.