غني: ډيورنډ موضوع د حکومتونو او افرادو کار نه دى

غني د انځور حقوق AFP
Image caption ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي د ډيورنډ کرښه افغانانو ته د منلو نه ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي د ډيورنډ پر لانجمنې کرښې خپل دريځ روښانه کړى دى.

د ښاغلي احمدزي د کمپاين دفتر يوه ويديو خپره کړې چې په هغې کې د ځينو کسانو د پوښتنې په ځواب کې پر دې موضوع رڼا اچول شوې ده.

اشرف غني احمدزى وايي:

" د ډيورنډ د کرښې فيصله د ولسونو ده، نه د حکومتونو نه د افرادو، موږ اميدوار يو چې په راتلونکي کې هغه شرايط مسايد شي چې ولسونه په خپله رضا په دې باندې فيصله وکړي او موږ نتيجې ته ورسېږو."

اوسني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د ډيورنډ پر کرښه تل ويلي دي چې دا د حکومتونو او افرادو پرېکړه نه ده بلکې د ولسونو ده.

څه موده وړاندې د يوه بل کانديد ډاکټر زلمي رسول لومړي مرستيال ضيا مسعود د پاکستان له يوۀ شخصي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي و چې د دېورنډ د کرښې موضوع بايد حل شي.

ښاغلي ضيا مسعود ويلي و:

" که دا يوه ستونزه وي نو غوره دا ده چې دا ستونزه حل شي. د افغانستان خلک په ښکاره غواړي چې له پاکستان سره يوه دايمي پوله ولري. دا کرښه بايد د ټولو تاريخي اسنادو په رڼا کې او د نړيوالې ټولنې په ښکېلتيا حل شي."

خو ښاغلي اشرف غني احمدزى بيا په دې باور دى چې دا کرښه افغانانو ته د منلو نه ده.

څو اوونۍ وړاندې د ولسمشرۍ د کاندیدانو په یوه مناظره کې د ولسمشرۍ یوه بل کاندید ډاکټر عبدالله پر ډيورنډ کرښه ویلي و چې د ډیورنډ پر کرښې باید خلک او پارلمان پرېکړه وکړي.

ډاکټر عبدالله ویلي و:

« موږ له اوسنیو ستونزو سره اوسنیو شرایطو او خپلو ګټو ته په پام حل لاره غواړو. د افغانستان خلک باید پر ډیورنډ کرښه پرېکړه وکړي»

د ډيورنډ کرښه هيڅ افغان حکومت نه ده منلې.

پاکستان دا کرښه له افغانستان سره خپله نړيواله رسمي پوله بولي خو افغانستان دا د يوې پولې په توگه په رسميت نه پېژني.