له خبریالانو سره زورزیاتی څومره کم شوی؟

د انځور حقوق
Image caption رسنۍ د قانون منلو او په روښانه توګه د خبر رسولو په برخه کې د ملي یووالي د پیاوړتیا، خپلواکۍ او د خاورې بشپړتیا ته ژمنې وي

په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو ساتونکې ځينې ډلې او د رسنیو فعالان د مارچ اتلسمه چې د کب له ۲۷ نیټې سره برابره ده د خبریالانو ورځې په توګه لمانځي.

دغه ټولنې وايي د خبریالانو د ورځې د لمانځلو لپاره یې یوه سپنه ورځ غوره کړې چې له هیڅ سیاسي، ټولنیزې، تاریخي او یا هم د کوم خبریال د مړینې له ورځې سره برابره نه وي.

هر کال په افغانستان د نړۍ په نورو هېوادونو کې د می میاشتې دریمه د خبریال ورځې په توګه لمانځل کیږي.

له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې دغو ټلویزیونونو او سلګونو نورو رسنیو د رسنیو د سیالۍ ډګر ته وردانګلي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ملي شورا د کاري غونډې د پرانیستې پر مهال د رسنیو وده او د بیان آزادي د خپل حکومت له مهمو لاس ته راوړنو وبلل چې په تېرې یوې لسیزې کې ترلاسه شوي دي:

((د فکر د آزادۍ او رسنیو په برخه کې مو ډېر ستر ګامونه اوچت کړي دي. دولس کاله وړاندې زموږ په هېواد کې آن یوه غير دولتي راډيو، ورځپاڼه یا خپرونه موجوده نه وه. نن زموږ هېواد سلګونه، مجلې، ورځپاڼې، راډيوګانې او تلویزیونونه لري. په سیمه کې افغانستان تر ټولو ډېر د رسنیو آزادي لري. د بیان آزادي په تېرو کلونو دولسو کلونو کې زموږ تر ټولو ستره او ارزښتمنه لاس ته راوړنه وه)).

خو دغو لاس ته راوړنو ته د رسېدو په لار کې خبریالانو ډېر قربانۍ هم ورکړې دي.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا د خبریالانو وهلو ټکولو موضوع د ټولنیزو رسنیو له خوا په پراخه کچه تر پوښښ لاندې ونیول شوه او د ډېرو خبریالانو غبرګونونه یې وپارول.

مسلکي خبریالي پرته له شکه چې یوه له سختو او له خطره ډکو دندو بلل کیږي، په تېره د افغانستان په شان جګړه ځپلي هېواد کې.

د خبریالانو د ملاتړ ادارې( نی) د شمېرو له مخې یواځې په ۲۰۱۳ کال کې درې خبریالان وژل شوي، اووه تنه ټپیان شوي، ۳۴ تنه وهل ټکول او ۲۶ تنو نورو ته ګواښونه شوي او یا هم سپکاوی ورته شوی دی.

د نی د شمېرو له مخې د ۲۰۱۴ کال د لومړیو دریو میاشتو څخه په لنډه موده کې هم درې خبریالان وژل شوي دي.

ځينې وخت په جګړو او له خطره ډکو سیمو کې د خبریالۍ اصولو او قوانینو په پام کې نه نیول، د دې لامل کیږي چې خبریال خپل ژوند پکې له لاسه ورکړي او یا هم د امنیتي ځواکونو له فزیکي چلند سره مخ کیږي.

د نی په ادارې کې د خبریالانو د څار برخې مشر صدیق الله توحیدي په وینا د خبریالانو د کار په وړاندې تر ټولو ستر ګواښ نا امني ده.

ډیری وخت له خبریالانو سره د یو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو چلند د دې لامل کیږي چې خبریالان خپلې چارې سانسور کړي او یا هم د حقیقت له خپرولو ډډه کوي او سترګې پرې پټوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د کینیا نایروبي کې بهرنیو خبریالانو سوریه کې د الجزیرې د خبریالانو خوشي کېدو په ملاتړ لاریون کړی.

افغان خبریال عبدالفتاح یاسر لږترلږه د یوې پېښې په تړاو په داسې حال کې د بي بي سي راډيو ته راغی چې په وینو لړلی وو. هغه د یوه حکومتي چارواکي د بد چلند په اړه اعتراض درلود.

د نی ادارې په خپل وروستي کلني راپور کې له خبریالانو سره د خبري رسنیو د خاوندانو د بد چلند خبر هم اوچته کړې. نی اداره په دې باور ده چې په ۲۰۱۳ کال کې د رسنیو خپل منځي ستونزې ډېرې وې او په رسنیو په تېره بیا په تصویري رسنیو کې د کار تړونونه د افغانستان د کار له قانون سره په ټکر کې لاسلیک شوي دي.

په خپل سر له دندو د خبریالانو ګوښه کول، د کارکوونکو له حقه بې برخې کېدل او د خبري رسنیو د خاوندانو له خوا په غیر معیاري توګه د خبریالانو په چارو کې لاس وهنه او د زور کارول په رسنیو کې دننه له مهمو ستونزو بلل شوي دي.

د نی ټولنه ټینګار کوي چې د کار مقرره دې ژر تصویب شي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې په داسې حالاتو کې د خبریالانو له حقونو ملاتړ وکړي.

افغان خبریال عبدالقادر ځدراڼ د خبریالانو د ستونزو له هغې ډلې خبرونو ته د نه لاسرسي په اړه وايي.

له تېرو شاوخوا دولسو کلونو راهیسې په خبري رسنیو کې ښځو هم خپله ونډه لرلې، خو د یو شمېر ښځینه خبریالانو په آند دغه ونډه کافي نه ده او وايي چې باید ډېر ځای ولري.

د انځور حقوق
Image caption تحقیقي خبریال احمد سیک په تېر دوبي کې استانبول کې د مظاهرو د پوښښ پرمهال دوه ځلې ټپي شوی و.

افغان خبریاله آرزو صادق وايي که څه هم ښځینه خبریالانې له ګڼو کورنیو او ټولنیزو ستونزو سره سره په رسنیو کې کار کولو ته تیاریږي، خو ځینې وخت په رسنیو کې د ښځو څېرو او غږ ته ډېر پام کیږي. حال دا چې د ښځو پوهه او د سواد کچه باید تر هر څه مخکې وي.

په اوسنۍ نړۍ کې د ګڼو پرمختلو تکنالوژیو سره سره په هېوادونو کې د تاوتریخوالي او نښتو له پراخېدو سره په چټکه توګه خبرونو ته لاسرسی پراخ شوی، د موثقو او باوري معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن خو په همدې حال کې ډېر اړین او حیاتي دي.

خبریالان د دغې مهمې چارې د ملا تير جوړوي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ ټلویزیونونه، ۲۰۰ راډیوګانې ۲۰۰ چاپي رسنۍ او ۱۲ خبري آژانسونه په فعالیت بوخت دي.

د نی په ادارې کې د خبریالانو د څار برخې مشر صدیق الله توحیدي وايي په افغانستان کې د خبري رسنیو او خبریالانو له چټک پرمختګ سره سره دغه هېواد په نړیواله کچه د خبریالۍ معیارونو ته د رسېدو لپاره اوږده لار په مخ کې لري.

افغان ولسمشر حامد کرزی چې په نژدې راتلونکې کې به له خپلې څوکۍ سره خدای پاماني وکړي په ټاکنو کې له نوم آندانو وغوښتل چې د خبري رسنیو لاس ته راوړنې وساتي او د بیان د آزادۍ ارزښتونه خوندي کړي.

Image caption له دې سره دا اندېښنې هم شته چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د امنیتي حالت خرابېدل له یوې خوا او د نړیوالو مرستو کمېدل به د خبریالانو او خبري رسنیو پر کار خپلې منفي اغېزې ولري.

((زما پیغام د هېواد چارواکو او راتلونکو مشرانو ته دا دی چې د افغانستان د قانون سره سم د بیان له آزادۍ ساتنه وکړي. د نړۍ په هرګوټ کې اقتدار له قانون تېښتې او خپلسرۍ ته لېواله وي. آزادې، بې پرې او مسؤلې رسنۍ د حکومتونو د کنترول ډېر اغېزمنې وسیلې دي. خو آزادې رسنۍ هم یو شمېر اصولو او ارزښتونو ته ژمنې دي.

رسنۍ د قانون منلو او په روښانه توګه د خبر رسولو په برخه کې د ملي یووالي د پیاوړتیا، خپلواکۍ او د خاورې بشپړتیا ته ژمنې وي. بې پرې والی، له تعصبه ډډه، بې ځایه ډنډورې او د خلکو شخصي حریم ته درناوی باید د رسنیو د قانوني او اخلاقي ژمنو څخه وي)).

له دې سره دا اندېښنې هم شته چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د امنیتي حالت خرابېدل له یوې خوا او د نړیوالو مرستو کمېدل به د خبریالانو او خبري رسنیو پر کار خپلې منفي اغېزې ولري.

ورته مطالب