لويديځ کې د ماشوم روزنه

Image caption دا ضرور نه ده چې خپل مور او پلار بشپړه پوهه ولري، مهمه دا ده چې خپلو ستونزو ته څوک تسلیم نه شي

په لویدیځ کې د ماشوم روزنه آسانه کار نه دی. ‌‌ډېر خلک په دې فکر دي چې که د وطن له مسايلو بې غمه يې نو د اولاد تعلیم او تربیه به اسانه وي. زه چې خپلې روزنې ته او د اولاد روزلو ته ګورم نو دا خبره را ته سمه نه ښکاري. که مو په دې وطنو کې حالت بدل وي او له ځینې مشکلاتو خلاص یو، خو د هغو پر ځای نورو سره مخ یو.

د یو چا چې ژبه يې سمه نه وي زده نو څنګه به وکولای شي چې له خپل اولاد سره د تعلیم په اړه مرسته وکړي؟ او که همدا دواړه مور او پلار د کور نه بهر کار کوي نو څنګه به وکولای شي بیا هم د اولاد تعلیم ته سمه پاملرنه وکړي؟ زه دواړو سره مخ شوې یم کله می چې خپله تعلیم کاوه نو د ژبې په هکله می د مور او پلار لاس تړلی وو . او کله چې زه اوس مور یم او د کور نه د باندې وظیفه لرم نو د مشکلاتو سره مخ شوې یم چې څنګه به وخت او حوصله پیدا کوم چې له خپلو اولادو سره مرسته وکړم.

لویدیځ کې وایي چې پوهه سره زر دي. د ماشوم په روزنه کې را ته دا خبره په ډېرو برخو کې سمه ښکاري. زه چې ځان ته ګورم نو په هماغه ډول مرسته چې مې خپلې مور ما سره کړې اوس يې خپل اولاد سره کوم . هر څوک خپلي ستونزی لري او نیمګړتیاو سره مخامخ دي.

ځینې به په ژبه نه پوهیږي بل به په خپله بې تعلیمه وي او نور به د ژوند په هلو ځلو کې داسې مصروفیت احساسوي چې د اولاد تعلیم ته په سم ډول پاملرنه نه شي کولی. دا ضرور نه ده چې مور او پلار مکمله پوهه ولري، مهمه دا ده چې خپلو ستونزو ته څوک تسلیم نه شي، بلکه د خپلو نیمګرتیاو د پوره کوولو هڅه وکړي.

موږ به چې کله له ښوونځي نه کور ته راغلو نو مور به را څخه پوښتل چې څه مو وکړل. څه مو زده کړل، سخت و که آسانه وه؟ د دې دغو سوالونو او پاملرنې ډېر تاثير درلود. زموږ په زړه او ذهن کې دا خبره ځای شوه چې سبق ډېر ارزښت لري او همدا چې د یو بل چا هم ورته پام دی او پوښتنه به را څخه کېږي. د هغې دا غوښتنې چې سبق مو وواياست، تلویزیون مه ګورئ او کتاب را واخلئ کافي وو او ضرور نه وه چې مضمونونه را سره ووایي، بلکې مهمه دا وه چې زه به یې هڅولم چې خپلې زده کړې ته پاملرنه وکړم او که کوم سوال مې نه شو حل کولای نو راسره به یې مشوره وکړه چې د ښوونکي نه پوښتنه وکړه، سهار وخته لاړه شه.

زه چې اوس د خپلې وظیفې تر څنګ د کور له نورو کارونو سره مصروفه شم نو هر وخت ممکن نه وي چې له اولادو سره کښینم او په غور ورسره د سبق مرسته وکړمه، یا چې خپله په سوال پوه نه شمه او یا هم وخت ترلاسه نه کړم نو بیا ورسره په ګډه مشوره کومه چې په څه ډول کولای شي چې خپلې ستونزې حل کړي. یا د خپل ښوونکي نه مرسته وغواړي او یا هم کتاب پسې وګوري.

تر هر څه زیات ماشومان پام ته اړتیا لري، په هر ډول مرسته چې څوک ورسره کولی شي نو باید هڅه وکړي چې هغه په ښه غور ورسره وکړي. په اوسنۍ نړۍ کې ماشومانو ته ډېر امکانات شته چې د تعلیم په هکله د ستونزو د حل لارې پیدا کړي. د مور او پلار دنده باید دا وي چې د تعلیم ارزښت وروپيژني او تر خپلې وسې ورسره مرستې وکړي.

ورته مطالب