بادغیس کې د نوي کال په پلمه د پستې ګل جشن

د انځور حقوق mehr
Image caption شمال لوېديځ بادغیس د پستو ونو لرونکې یو ښکلی طبیعت لرونکی ولایت دی.

د نوروز په تړاو په دې وروستویو کې په شمال لوېدیځ ولایت بادغیس کې د پستې د ګل جشن دود شوی، خو دا ځل د بادغیس کلتوري څېرې وایي په پام کې لري چې د پستې د ګل لویه مشاعره جوړه کړي.

د بادغیس یو کلتورپال ځوان عبدالحق مجروح وایي تمه یې دا ده چې له یوې خوا دا مشاعره د سولې پیغام ولیږي او له بلې خوا پستو ته چې د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د خلکو لویه پانګه ده د چارواکو پام ورواړوي.

زموږ همکار محمد قاضي زاده له ښاغلي مجروح سره د یوې مرکې په پيل کې د نوي کال پیلېدو په تړاو د بادغیس د کلتوري فعالانو د پروګرامونو د جزییاتو په اړه پوښتلي.

ځواب: په بادغیس کې له تېرو دوو کلونو راهیسې دا یو دود شوی چې په بادغیس کې مشاعره کیږي یا ځینې مراسم تر سره کیږي؛ لکه: وزلوبه، غېږې نیول اود پستې ګل په نامه مېلې کیږي خلک دښتونو ته وځي نارینه او ښځې مېلو ته ځي.

پوښتنه:دا پخوا رواج نه وه؟

ځواب: پخوا هم خلک به مېلو ته وتل اما معمولي او کیلېوالي میلې به وې؛ لکه: بزکشي اوس یوڅه منظم شوي د تیرو دووکلونو په څېر دولت یوڅه وکولی شو چې دا منظم کړي د پستې د ګل په نامه خاص نوم ورکړي.

پوښتنه: سږ کال تاسو د یوې کلتوري څېرې په دود څه ارمان لرئ؟ چې دا د پستې ګل څنګه ولمانځل شي؟

ځواب:هیله خو مې دا ده چې پستې ګل جشن د یوې غټې مشاعرې په پرانیستلو سره ولمانځل شي چې هلته نه جنګ نه جګړه وي، امن وي ټول قومونه په یووالي سره په دې مشاعره کې ګډون وکړي، ځوانان راشي او د ځوانانو لپاره دا سې زمینه مساعده کړي، چې د وطن د راتلونکي لپاره خدمت وکړي.

پوښتنه: پستې ګل جشن په اړه که لږ نور معلومات هم را کړئ؟ په کومه بڼه به وي؟ خلک د پستو ځنګلونو ته ځي؟ اوهلته دا مراسم ترسره کيږي که څنګه؟

ځواب: موږ ولایت ته د پستو ځنګلونه ډېر نژدې دي معمولاً خلک د پستو ځنګلو ته ځي، هلته مېلې کوي، مشاعرې جوړوي، غېږې نیسي او سیلونه کوي بزکشي او نور محلي او یا وطني لوبې چې وي د هغو سیلونه کوي.

پوښتنه:ښایې د ګاونډویو هیوادونو نه به هم خلک ورځي؟

ځواب: طبعاً بادغیس یوه داسې سیمه ده چې هغه ډېره ښکلا لري، طبیعي ښکلا لري د هر ولایت نه خلک راځي د بزکشي په خاطر د ګاونډې ولایت هرات او فاریاب نه هم خلک راځي دا ډېره غټه میله ده.

پوښتنه: څه فکر کوئ امنیتي ستونزې به څومره دغه مراسم محدود کړي؟ په بادغیس کې خو د پستو ځنګلونه ډېر دي فکر کوئ په ټول ولایت کې به دا ډول مراسم تر سره شي؟ که یوازې په ښار کې او شاوخوا سیمو کې؟

ځواب: له بده مرغه دغه مراسم محدود دي یوازې د ښار په شاوخوا سیمو کې وي هغه سیمې چې امنیت لري، خو هغه سیمې چې امنیت نه لري هلته دغه مراسم نه ترسره کیږي.

پوښتنه: دغه د پستې د ګل مشاعره یا جشنونه به د پستو په تړاوڅه پیغام ورکړي، ځکه چې د افعانستان په شمال لوېدیځ کې د فغانستان د خلکو لویه پانګه ده؟ دا به د دې سبب شي چې د افغانستان د جګپوړو چارواکو پام وروګرځي؟

ځواب:په دغو جشنونو کې د چارواکو له خوا دا ویل کیږي چې دا ستاسو ملي شتمني ده تاسې د دې د ساتنو لپاره ډېره توجه وکړئ، دغه ځنګلونه ستاسو اقتصادي پانګه ډېروي، نو معمولاً دغه خبرونه میډیا او رسنیو ته ځي د هغه ولایت د اقتصادي او ځنګلونو پر وضعیت ډېر ښه اغېز کوي، او زورواکي خلک معمولاً لاس رسی لري، ځینې هغه سیمې نیسي او بیا پخپل سر د پستو ونې وهي، طبعاً هلته د چارواکو او د دولت توجه ډېریږي.

ورته مطالب