هلمند کې د ډله ییزو بریدونو مخه نیول شوې

د انځور حقوق
Image caption له نیول شویو کسانو سره سپکې وسلې او ۱۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي هم نیول شوي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، په سوېلي ولایت هلمند کې د ځانوژونکو یوه ډله نیولې ده.

له دغې ادارې خپره شوې ویناپاڼه ادعا کوي، چې دغه پنځه کسیزه ځانمرګې ډله د کوټې شورا په لارښوونه افغانستان ته استول شوې ده.

سرچینه لیکي، چې ځانوژونکو غوښتل، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو پر ټاکنیزو کمپاینونو بریدونه وکړي.

د افغانستان څارګره اداره زیاتوي، چې له دغو کسانو سره یې یو موتر، دوه موټر سایکلونه او دوې ریکشاوې نیولې دي.

وايي چې دوی غوښتل، دغه عرادې په ځانوژونکو بریدونو کې وکاروي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې دغو کسانو غوښتل د هلمند مرکز لښکرګاه کې پرله پسې هم مهاله ځانمرګي بریدونه وکړي، چې هدف ته تر رسېدا مخکې کشف او ونیول شول.

دغه کسان د ملي امنیت د مامورینو له خوا په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي.

له نیول شویو کسانو سره سپکې وسلې او ۱۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي هم نیول شوي.

نیول شویو تورنو په لومړنیو پوښتنو ګروېږنو کې منلې، چې د بریدونو نیت یې درلود.

د ملي امنیت اداره وايي، چې دغو کسانو د ملي اردو د څلورو سرتېرو په وژلو کې هم برخه لرله.

د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په نژدې کېدا، په هېواد کې بریدونه ډېر شوي دي.

څو ورځې وړاندې، د کابل په زړه کې پر لوکسترین سرینا هوټل برید کې د څلورو بهرنیانو په ګډون لږترلږه نهه کسان ووژل شول.

تر هغه وړاندې ختيځ جلال اباد ښار کې د پولیسو پر مرکز ډله ییز برید هم مرګ ژوبله اړولې وه.

وسله والو طالبانو ګواښ کړی، چې د راتلونکو ټاکنو بهیر به ګډوډوي.

ورته مطالب