لومړی افغان ستورمزلی هېواد ته ستون شو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له ښۍ خوا - عبدالاحد مومند او انجنیر والیري پولیاکوف د سویوز فضايي بېړۍ پر سفر

په ۱۹۸۸ کال - ټیک هغه مهال چې د شوروي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته چمتو کېدل - فضا ته یوازېنی افغان ستورمزلی وخوت.

عبدالاحد مومند ځمکې ته په ستنېدو یو اتل وبلل شو، خو بیا وروسته تر درو کلونو پورې هغه له هېواده وتلو ته اړ شو.

عبدالاحد وايي: "کله چې زه کمکی وم، اسمان ته به مې کتل. ځینې وخت به الوتکې زموږ پر سرونو تېرېدې او ما به فکر کاوه چې څرنګه دغه لوی شی الوتلی شي او زه نه شم الوتلی".

نوموړی د افغانستان هوايي ځواک کې جنګي پیلوټ شو، چې په دې کار سره هغه ته د داسې کار فرصت برابر شو، چې هېڅ په سوچ او خیال کې یې نه راګرځېده.

مومند د ۴۰۰ کاندیدانو له منځه وټاکل شو او د روسیې د فضايي پروګرام یوه برخه شو. هغه په ۲۹ کلنۍ کې تر مسکو بهر سټار سیټي کې د فضا نوردۍ روزنیز مرکز ته شامل شو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سویوز فضايي بېړۍ عمله او ملاتړی ټیم

مخکني روسي فضانورد ولادیمیر لیاکهوف، چې جنګي قومندان هم و، له ځوان افغان اتل سره ډېره مینه لرله. دوی دواړه به ډېر وخت یوځای وو، هم پر ځمکه او هم په فضا کې. د بېلګې په توګه، ولادیمیر به د احد داسې انځورونه اخیستل، چې په فضا کې یې قرآن تلاوت کاوه.

اوس چې ولادیمیر د عمر په اویایمه لسیزه کې دی، وايي چې "احد به چې خولۍ پر سر کړه، ما به له لاندې د هغه فلم اخیست او زه به د هغه پر پښو ځوړند وم، او دی به مې خوځېدو ته نه پرېښود".

دوی په فضا کې ۹۰ دقیقې وخت تېر کړ، او له کړکۍ به یې بهر ته کتل.

ځینو به ویل لکه چې د کاناډا پر سر روان دي.

د ۲۴ ساعتونو لپاره، مومند او لیاکهوف دواړه په فضا کې له خوړو، اوبو او د قضا حاجت له رفع کولو پرته وخت تېراوه.

په وروستیو دوو ورځو کې د دوی اکسیجن هم ډېر کم شوی و.

خو ایا دوی دا ټول وخت څرنګه تېر کړ؟

احد وايي: "موږ دواړو به له یو بل سره ډېرې ټوکې او خبرې کولې".

د انځور حقوق BBC World Service

کله چې دوی په قزاقستان کې راښکته شول، د دواړو پر شونډو موسکاوو نڅاوې کولې، چې له فضا راکوز شوي دي، د شوروي اتحاد تلوېزیونونو د سر خبر هم د دوی راستنېدل وو.

لیاکیهوف وايي "کله چې موږ راښکته شوو، احد راته وویل قومندانه، د څلورم ځل لپاره نور سفر مه کوه. الله به تا ته بښنه ونه کړي".

"ما به هرچا ته ویل، د بوډا فضانور ولادیمیر لیاکهوف د سفر ورځې ختمې شوې دي. او احد سم راته ویلي وو، بیا ما هېڅکله هم سفر ونه کړ".

احد په ۱۹۸۸ کال له لیاکهوف سره یوځای سفر وکړ، او هلته یې د اتل په توګه هرکلی وشو. پر سړکونو یې خلک هرکلي ته ولاړ وو، خو مجاهدین د شوروي له ځواکونو سره په ګڼو سیمو کې پر جګړې بوخت وو او پر ښار یې راکټونه او توغندي توغول.

سږ کال احمد دې ښار ته له بي بي سي سره یوځای راغلی، خو نه پوهېږي، چې افغانان به یې څرنګه هرکلی وکړي.

له فضا څخه د احد تر ستنېدا ایله یو کال وروسته روسان له افغانستانه ووتل، خو احد داسې مهال د ملکي الوتنو د مرستیال وزیر په توګه ونومول شو چې مجاهدین کابل ته نژدې شوي وو.

خو د شوروي د ملاتړي حکومت په ړنګېدا سره احد له هېواده د وتلو لارې لټولې، ځکه هغه چې مجاهدینو ته د کمونیستي رژیم پرمهال د یوې مطلوبې او مشهورې څېرې په توګه مطلوب کس و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په چک جمهوریت کې جوړه شوې ایل ۳۹ جنګي جیټ الوتکه د کابل پر پوځي هوايي ډګر- مومند هم دا ډول الوتکه د ۱۹۸۰ مو کلونو پرمهال د روزنې لپاره کاروله

خو تر ۲۵ کلونو وروسته افغانستان ته تر ستنېدا پس، ولسمشر کرزي عبدالاحد مومند په ارګ کې غرمنۍ ته مېلمه کړ.

احد وايي: "هغه ډېر زړه سواندی و. ما ته یې مخامخ وویل، که څه هم فضا ته ستا د سفر پرمهال ما له شورویانو سره جګړه کوله، خو اوس پر تا ویاړم او خوښېږې مې".

مومند وايي، چې د افغان ځوان کهول راتلونکې ته خوشبین دی "ځینې وخت ډېر خوشحاله کېږم، د روښانه راتلونکې هیلې مې وغوړېږي".

کله چې مومند فضا کې و، یو افغان ښوونکی وايي، هېڅ فکر یې نه کاوه، چې ګني احد دې پر تلوېزیون په ژوندۍ بڼه د افغانستان د هغه له ولسمشر سره خبرې کوي.

مومند وايي چې له فضا څخه افغانستان ډېر ښایسته ښکارېده، او له هغه ځایه بیخي خوندي مالومېده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مومند د ښار په څنډه کې له خپلې مېرمنې او درو ماشومانو سره اوسېږي.

عبدالاحد مومند وايي، چې لاهم افغانانو ته هماغه پخوانی پیغام لري، هغه دا چې "افغانان جګړه نه غواړي، لطفاً سره یو شئ او جګړه بنده کړي".

له ۱۹۹۲ کال راهیسې احد په جرمني کې اوسېږي.

د هغه ژوند اوس بیخي بدل شوی دی، او اوس مومند نه جنګي پیلوټ او نه هم ستورمزلی دی، حکومتي وزیر هم نه دی، بلکې اوس د سټټګارټ د یوه کوچني شرکت محاسب دی.

هغه د ښار په څنډه کې له خپلې مېرمنې او درو ماشومانو سره اوسېږي.