د ټاکنو کمیسیون: سې شنبه به ټاکنیز توکي لېږدوو

Image caption د ټاکنو کمسیون وایي، هغه سیمې چې امینتی حالت یي ښه نه دی، ټاکنی به نه پکې کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی چې د افغانستان ټولو امنو ولسوالیو ته به د ټاکنیزو توکیو د لېږد بهیر سر له سبا (سې شبنه د وري ۵ مه) پیل کړي.

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امر خېل وايي، په هغو سیمو کې چې نا امني ډېره وي او څارونکي نه شي ورتللی، هلته به ټاکنې نه ترسره کېږي.

ښاغلی امرخېل زیاتوي، لا هم نا امني د ټاکنو پر وړاندې لویه ننګونه ده او وايي په دوو ورځو کې به د نورو هغو مرکزونو شمېر هم اعلان کړي چې ټاکنې پکې نه شي تر سره کېدای.

لکه چې د بي بي سي وړانګه علیزۍ له کابله لیکي، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره یوازې یوولس ورځې پاتې دي.

د ټاکنو کمیسیون د دارلانشا مشر ضیاالحق امرخېل وایي هغه سیمې چې امینتی حالت یي ښه نه دی، هلته به ټاکنی نه تر سره کېږي.

بیا هم د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو د خپلو ټاکنیزو هلو ځلو په ترڅ کې یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

د ولسمشرۍ یو نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله نن د ټاکنیز کمپاین لپاره د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ته تللی و.

نوموړي له خپلو پلویانو سره دا ژمنه وکړه که ولسمشر شي نو په بېلو ډګرونو کې به افغانستان له پرمختګ سره مخامخ کړي.

همدا راز د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند داود سلطان زوى د خپلو ټاکنيزو مبارز لپاره پکتيا ته ولاړ.

نوموړى وايي، په تېرو ۱۳ کلونو کې د ښې حکومتولۍ پر لاره لوی خنډونه پراته وو.

نوموړی همدا راز وايي په دولتي ادارو کې د پراخ سياسي او اداري فساد شتون حالت ګډ وډ کړی و.

هغه ادعا وکړه چې ګواکې څو کورنيو پر ټول هېواد واک چلولو چې د نوموړي په خبره د خپل برياليتوب په صورت کې به لومړی په دې برخه کې ژور بدلون را منځته کړي.

داود سلطانزوی وویل که ولسمشر شي پکتیا ته به ځانګړی پام وکړي، هلته به له منځه تللي ځنګلونه بیا ورغوي او غلام خان بندر به په رسمي ترانزیتي بندر بدل کړي او له هغه ځایه به کابل ته د اورګاډي پټلۍ هم وغځوي.

د پکتيا ولايت لسګونو اوسېدونکو له نوموړي ملاتړ اعلان کړ او ویې ويل چې داود سلطان زوى د ولسمشرۍ لپاره وړ شخص دى.

د ولسمشرۍ ټاکنو یوه بل نوماند، ډاکتر اشرف غنی احمدزي هم د خپلو ټاکنیزو هلو ځلو په لړ کې نن له یو شمېر دیني عالمانو سره لیده کاته لرل.

دا عالمان د هېواد له بېلو برخو راغلي وو چې په پایله کې یې له ښاغلي احمدزي خپل ملاتړ اعلان کړ.

ورته مطالب