په خوست کې خبريالان وايي ګواښل کېږي

Image caption د خوست خبریالان وايي دوی نه د چا خپل دي نه پردي، بلکې خبري ارونو ته ژمن دي

په خوست کې يو شمیر خبریالانو د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې ګواکې ځینې ډلې پر دوی خپل اندونه تپي او ګواښي یې.

دوی د کومې ځانګړې ډلې نوم نه دی اخستی، خو په سویل ختیځو ولایتونو کې د خبریالانو د خوندیتابه د بنسټ مشر د جګړې له ښکېلو غاړو او زورواکو غوښتي چې پر دوی خپل اندونه و نه تپي.

د خوست یو شمیر خبریالان وايي څومره چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې نژدې کیږي په هماغه اندازه پر دوی فشار هم ډیریږي او د بېلابیلو ډلو له خوا ګواښل کیږي چې په ګټه یې راپورونه چمتو شي نه پر زیان.

خو خبریالان وايي دوی نه د چا خپل دي نه پردي، بلکې د خبريالۍ ارونو/اصولو ته ژمن دي.

مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي، په خوست کې د یوې سیمه يیزې راډیو مشر نقیب الله متونوال وویل چې ګواکې یو شمیر ډلې غواړي چې په اړه یې ریښتینولۍ څرګندې نه شي، خو د چا نوم یې وانخست.

خو په سویل ختیځو ولایتونو کې د خبریالانو د خوندیتابه د بنسټ مشر فاروق جان منګل د جګړې له ښکېلو غاړو او زورواکو وغوښتل چې خبریالان خپل بې پرې کار ته پریږدي.

افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي په لړ کې وروستۍ ټکان ورکونکې پيښه د نوروز په شپه وشوه، چې د فرانسې خبري اژانس افغان خبریال احمد سردار له خپلې میرمنې او دوو تنکیو ماشومانو سره يو ځای د وسلوالو په برید کې ووژل شو.

د شمیرو له مخه د روان میلادي کال په ترڅ کې دا څلورم خبریال و، چې ووژل شو.

د خبریالانو د بیلو ټولنو په ګډون د ټولنې هر پوړ د ښاغلي سردار او د هغه د کورنۍ د غړو وژنه په کلکه وغندله.

او په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ- نی د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو افغان رسنیو غوښتنه وکړه چې د دوو اوونیو لپاره د طالبانو په تړاو هیڅ خبر خپور نه کړي.

ورته مطالب