فيفا: ۹۲ سلنه افغانان د ټاکنو ملاتړ کوي

د انځور حقوق
Image caption فيفا په دوو مياشتو کې له ۴۰۴۰ کسانو سره مرکې کړې دي

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فيفا وايي ۹۲ سلنه افغانان د ټاکنو له اصل او په سياسي قدرت کې د سوله ييز ګډون څخه ملاتړ کوي.

د دغه بنسټ نظر پوښتنه ښيي چې څه دپاسه ۷۵ سلنه خلک غواړي په ټاکنو کې برخه اخلي او د ټاکنو په ورځ خپلې رايې وکاروي.

فيفا وايي د تېر لمريز کال د لړم او ليندۍ په مياشتو کې يې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې له ۴۰۴۰ کسانو سره خبرې کړې دي.

د فيفا بنسټ مشر احمد نادر نادري وويل: ((دا نظر پوښتنه ښيي چې د افغانستان خلک ټاکنې د يوه دموکراتيک اصل او د يوه ځواب ويونکي او ټيکاو لرونکي سياسي نظام رامنځته کوونکي په توګه ګڼي. دا نظر پوښتنه دا تاييدوي چې د افغانستان خلک په خپلو سياسي او ټولنيز ليدلوري کې د منځلارۍ پلويان دي)).

د فيفا د راپور موندنې ښيي چې ۲۷ سلنه خلکو ویلي، د رايې ورکولو لپاره يې نوم ليکنه، نه ده کړې. دوی په ټاکنو کې د نه ګډون لامل درغلي، له نوماندانو نارضایتي او ناامني بولي.

دغه بنسټ ته ۸۵ سلنه خلکو ويلي هغه چاته به رايه ورکړي، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره ښه تګلاره ولري، پوه او هېواد ته ژمن وي.

د پوښتل شويو ۴۰۴۰ کسانو له ډلې ۶۴ سلنه کسانو ويلي هغه چاته رايه ورکوي، چې لوړې زده کړې يې کړې وي او تجربه ولري، ۶۰ سلنه کسانو ويلي چې ښه مسلمان او صادق وي او ۴۸ سلنه نورو ويلي هغه چاته به رايه ورکړي، چې عدالت پلی کړي.

له ټاکنو د ملاتړ په برخه کې ۹۰ سلنه ښځو له ټاکنو ملاتړ ښوولی او ۹۴ سلنه نارينه و ويلي، چې د ټاکنو ملاتړ کوي.

دوی وايي د دې نظر پوښتنې پايلې ښيي چې د افغانستان خلک د امنيتي ستونزو سربېره پر دې باور دي، چې په ژوندانه کې يې بدلون راغلی دی.

د پوښتل شويو شاوخوا ۶۸ سلنه په دې اند دي، چې افغانستان په سم لوري روان دی.

نور جزييات وروسته خپرېږي.

ورته مطالب