ټاکنې: نادر نعيم د زلمي رسول په ګټه تېر شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption تر نادر نعيم وړاندې قيوم کرزی د زلمي رسول په ګټه تېر شو

د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو سياليو په لړ کې د ولسمشرۍ نوماند محمد نادر نعيم د ولسمشرۍ د بل نوماند زلمي رسول په ګته تېر شو.

محمد نادر نعيم نن دغه اعلان په رسمي ډول په کابل کې وربلل شويو خبريالانو ته وکړ.

په دغه غونډه کې د ولسمشرۍ نوماند زلمي رسول او د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزي چې له ښاغلي نعيم وړاندې د زلمي رسول په ګټه تېر شو، ګډون درلود.

ښاغلي نعيم وویل له ډېرو بحثونو وروسته دې پايلې ته رسېدلی، چې د ملي ګټو او ملي يووالي په موخه له خپلې کانديداتورۍ د بل نوماند په ګټه تېر شي.

ده وویل دغه پرېکړه د ملي يووالي او ملي اهدافو ته د رسېدو په موخه شوې او په خبره يې پايلې به يې هم د خلکو په ګټه وي.

عبدالرحيم وردګ

له نن نه لس ورځې وړاندې د جنورۍ پر ۱۶مه ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جنرال عبدالرحیم وردګ له خپلې نوماندۍ لاس پر سر شو.

نوموړی وايي ځینې لاملونه یې له کاندیداتورۍ د تېرېدو سبب شول، چې نه غواړي په اړه یې ډېر څه ووايي.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ نوماند جنرال عبدالرحیم وردګ له خپلې نوماندۍ شاته شوی دی.

نوموړي کابل کې خبریالانو ته په یوه لنډه وینا کې، خپله هغه اعلامیه ولوسته، چې له نوماندۍ د شاته کېدو اعلان یې په کې وکړ.

نوموړی وايي: ''په داسې حال کې چې نه غواړم پر ټولو هغو عللو او عواملو رڼا واچوم، چې زما د پرېکړې د بدلون سبب شول او له همدې کبله زموږ ټاکنیز کمپاین له پیله په قصدي توګه په کراره روان و. بې له دې چې له کوم بل ټاکنیز ټیم سره یوځای شم، د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ نه انصراف کوم''.

که څه هم ښاغلي وردګ په زغرده نه دي ویلي، چې کوم عوامل یې له نوماندۍ د تېرېدو لامل شول، خو ورغلو خبریالانو ته یې ویلي، چې وروسته به د خپلې پرېکړې نور جزییات ورکړي.

ورته مطالب