سبا کابل کې د نوروز مېله لمانځل کېږي

Image caption په افغانستان کې د نوروز ستره مېله په مزارشريف کې وي

په افغانستان کې د کال لومړی ورځ د (نوروز مېله) تل په نندارونو او موسيقۍ لمانځل کېږي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دا مېله منع او له اسلام سره په ټکر کې بلل کېده، خو په وروستيو کلونو کې دا مېله بیا په شاندارو مراسمو لمانځل کیږي.

د رسمي لمانځنې ترڅنګ دغه مېله په ټول افغانستان د کنسرتونو او موسیقۍ په اجرا کولو ترسره کېږي.

پر دغه ورځ يو شمېر تلويزيونونه ژوندۍ خپرونې لري او سندرغاړي مخامخ سندرې بولي.

ټاکل شوې کابل سبا د نوروز د نړیوالې مېلې کوربه وي، چې له رسمي پروګرامونو پرته د نوروز ځانګړې موسيقي به د دغو مراسمو يوه برخه وي.

د هنر دا ننداره به دافغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتيوت له خوا د نوروز ميلې په وياړ وړاندې شي.

د نوروز جشن د افغانستان په ډېرو سیمو کې په زړه پورې مراسمو لمانځل کیږي.

مزار شریف کې د حضرت علی په نوم مشهور زیارت کې لویه میله د ګل سرخ په نامه لمانځل کیږي، چې د مذهبي مراسم ترڅنګ ټنګ ټکور هم لري.

په پلازمینه کابل کې د نوروز میله په خواجه صفا، شاه شهید، کاریز میر، د استالف په تپه، ګلغنډۍ، چاریکار او د سخي د تپې په لمنوکې لمانځل کیږي.