"نوروز سیمه کې د سولې د ټینګښت ښه موقع ده"

د انځور حقوق
Image caption ولسمشر کرزي وویل ترهګري او نه پرمختیا د سیمې د هېوادونو ګډې ننګونې دي چې له ګډې همکارۍ پرته نه شي هوارېدای.

ولسمشر حامد کرزي، د نوروز جشن د غونډېدو لپاره ښه موقع وبلله او د سیمې هېوادونو له مشرانو یې غوښتنه وکړه، چې د سیمه ییزو ستونزو د هواري او سولې ټینګښت لپاره سره لاس یو کړي.

د نوروز نړیوال جشن د ایران، تاجکستان او پاکستان د ولسمشرانو په ګډون په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شو.

د جشن پر مهال د افغانستان له بېلا بېلو سیمو د دودیزې موسیقۍ غږول کېدې او اتڼونه کیدل.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د نوروز جشن د هېوادونو ترمنځ د کینې د له منځه وړلو لپاره ښه فرصت وباله.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین بیا په خپلو خبرو کې ټینګار کاوه، چې هېواد یې د سیمې له هېوادونو سره ښو اړیکو ټینګولو ته ژمن دی.

د تاجکستان ولسمشر په خپلو خبرو کې د ګډې سیمه ییزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

له کابله حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې وايي ولسمشر حامد کرزي د نوروز په جشن کې خپله وینا په یوه شعر پای ته ورسوله او دغه جشن یې د سیمه ییزې همکارۍ د ټینګښت لپاره یوه ښه فرصت وباله.

ښاغلي کرزي وویل، چې ترهګري او نه پرمختیا د سیمې د هېوادونو ګډې ننګونې دي چې د ده په ټکو له ګډې همکارۍ پرته په سیمه کې دغه ستونزې نه شي هوارېدای.

د انځور حقوق
Image caption د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د نوروز جشن که څه هم کلتوري ارزښت لري خو له دغه فرصته په اقتصادي برخو کې هم په پراخه کچه ګټه اخیستی شي.

نوموړي وویل هیله من دی چې د ګډې همکارۍ په پراخېدو سره سیمې ته سوله، امنیت او او آبادې راولي.

د ولسمشر کرزي ترڅنګ په کابل کې د نوروز جشن ته نورو ولسمشرانو هم خبرې وکړې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د سیمې هېوادونه باید د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه وکړي.

نوموړي وویل د نوروز جشن که څه هم کلتوري ارزښت لري خو له دغه فرصته په اقتصادي برخو کې هم په پراخه کچه ګټه اخیستی شي.

ښاغلي روحاني په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه، چې سږ کال د نوروز جشن په داسې یوه هېواد کې په ګډه لمانځل کېږي، چې په وروستیو څو لسیزو کې دوه ځلې د هغه په باور بهرنیانو اشغال کړي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان بیا ټینګار کاوه، چې د سیمې په هېوادونو کې د پرمختګ وړتیا شته، خو په دې شرط چې ګډه همکاري وي.

ښاغلي رحمان په ځانګړي توګه د سیمې په هېوادونو کې طبیعي زیرمو ته اشاره کوله، چې د ده په باور ښه اقتصادي سرچینه کېدای شي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په دغه نړیوال جشن کې له نورو هېوادونو سره د پاکستان د نیکو اړیکو او ښه ګاونډیتوب یادونه کوله او ویل یې چې هېواد یې د سولې لپاره هر ډول هڅې ته چمتو دی.

د افغانستان، ایران او پاکستان ولسمشرانو پر داسې مهال په پلازمېنه کابل کې یو ځای د نوروز جشن ولمانځه، چې په دې وروستیو د دغو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د پاکستان څارګره اداره تورنه کړې، چې د کابل پر سرینا هوټل برید کې يې لاس درلود.

دا رنګه د ایران او پاکستان اړیکې وروسته له هغه خړې پړې شوې، چې د ایران یو شمېر پوله ساتي ځواکونه جیش العدل ډلې له خوا وتښتول شول.

ورته مطالب