کابل کې د بهرنیانو پر مېلمستون بريد شوی

د انځور حقوق S.Faizi
Image caption وسله والو طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده

کابل کې پر یوه بهرني مېلمستون د طالبانو څلور ساعته برید پای ته رسېدلی دی.‌ د جمعې پر ورځ‌ ماسپښین په وسلو سمبالو کسانو د کابل لوېديځ‌کې د بهرنیانو راغونډېدو پر ځای لومړی موټربم چاودنه وکړه او نورو کسانو پر ودانۍ بریدونه پیل کړل.‌

په دغه برید کې پنځه ځانمرګي برید کوونکي ښکېل وو، چې پر سیمه ییز وخت یې د شپې تر اتو بجو پورې جګړه وکړه.‌

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، لومړی یوه ځانوژونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر دروازه کې الوځولی او نورو بریدګرو ته یې د ننه تګ زمینه برابره کړې ده.‌

درو برید کوونکو له امنیتي ځواکونو سره جګړه کړې او بیا یې ځانونه چوولي دي، خو پنځم بریدګر بیا د امنیتي ځواکونو له خوا ویشتل شوی دی.‌

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي، په لومړۍ چاودنه کې یوه شپاړس کلنه نجلۍ هم وژل شوې ده،‌ چې د برید پرمهال په سیمه کې وه.‌

د ودانۍ څلور ساتونکي هم ټپیان شوي، خو په ودانۍ کې څلور بهرنیان چې د برید تر پای پورې بند پاتې وو،‌ ژغورل شوي دي.‌

د برید هدف د 'سولې ریښې' په نامه یوه بهرنۍ نادولتي مؤسسه وه.‌

'د سولې ریښې'

د سولې ریښې یا Roots of Peace یوه نادولتي مؤسسه ده،‌ چې د کرنې او تولید برخه کې فعالیت کوي، او له افغان مېرمنو سره مرستې کوي.

دغې مؤسسې تر برید وروسته بي بي سي ته په یوه پیغام کې ویلي، چې کابل کې طالبانو د دوی پر یوه مېلمستون ډله ییز برید کړی.

د دغې مؤسسې بنسټګر هایډي کوهن ویلي، دوی کابل خپل دغه دفتر د امریکا له کلیفورنیا ایالت نه اداره کوي

دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د کابل په وخت شاوخوا درې نيمې بجې شوې ده.

د کابل د پوليس وياند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وويل دغه چاودنه د کابل په شپږمه ناحيه کې شوې ده.

تر اوسه د دغې چاودنې او ډزو په اړه زيات جزييات نه دي ډاګيزه شوي.

وسله والو طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

دا په تېرو درېو ورځو کې دريم بريد دی چې په پلازمېنه کابل کې کېږي.

درې ورځې وړاندې د ښار په لويديځه څنډه دارالامان کې د وسله والو په يوه ډله ييز بريد کې دوه پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

وسله والو بريدګرو دغلته د ټاکنو کمېسيون پر يوه ځايي دفتر بريد کړی و، چې په پايله کې يې د ولايتي شورا يو کانديد هم وژل شوی و.

ورته مطالب