نړيوال بانک ۵۲۶ ميليون ډالر په برېښنا لګوي

د انځور حقوق Power grid
Image caption افغانستان ته د ۳۰۰ مېګاواټه نورې برېښنا لېږدول هم د دې پروژې یوه برخه ده

نړیوال بانک د افغانستان، قزاقستان، تاجکستان او پاکستان د کاسا په نامه د برېښنا له پروژې سره څه دپاسه ۵۲۵ ميليون ډالر مرسته کړې.

دغه پروژه ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا چمتو کوي، چې له قزاقستان او تاجکستان څخه به د افغانستان له لارې پاکستان ته وغځول شي.

هدايت الله هميم په خپل راپور کې وايي، افغانستان ته له قرغېزستان او تاجکستان څخه د ۳۰۰ مېګاواټه نورې برېښنا لېږدول هم د دې پروژې یوه برخه ده.

د دغو ۵۲۶ اعشاریه پنځو میلیونو ډالرو له جملې، نړیوال بانک افغانستان ته ۳۱۶ میلیون ډالر ورکوي، چې د کاسا په نامه د برېښنا د پروژې ستنې پرې ورغوي.

پاتې پیسې یې درې نورو هېوادونو ته ورکول کېږي چې د دې پروژې پر ځینو برخو یې ولګوي.

د قرغېزستان او تاجکستان ترمنځ د پرېکړې پربنسټ، له ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ۳۰۰ یې پر افغانستان پلورل کېږي، خو ۱۰۰۰ مېګاواټه نوره برېښنا پاکستان ته ورکوي.

د برېښنا دغه مزي ۱۲۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۵۶۳ کیلومتره یې د افغانستان له لارې تېرېږي.

د برېښنا دغه مزي به د افغانستان کندوز، بغلان، کابل او ننګرهار ولایتونو کې پاکستان ته وغځول شي.

د پروژې کار نژدې اته میاشتې وړاندې پیل شوی چې تر دوو کلونو پورې به بشپړ شي.

وړاندې افغان چارواکو ویلي وو چې افغانستان هر کال د برېښنا د مزو د ترانزیت له اړخه نژدې ۸۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

د دغې پروژې ټولټال ارزښت یو اعشاریه ۱۷ میلیارد ډالر دی، چې پاتې پیسې به د اسلامي پراختيايي بانک او د امریکا د پراختیايي ادارې له خوا ورکول کېږي.

ورته مطالب