د رای اچولو د کارتونو اخیستو لېوالتیا ډېره شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption په دغو کسانو کې د مېرمنو شمېر هم د پام وړ دی.

په افغانستان کې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته د وخت په رالنډېدو سره د خلکو په منځ کې د رای ورکولو لپاره د کارتونو د تر لاسه کولو لېوالتیا هم ډېره شوې ده.

هغه کسان چې غواړي دغه کارتونه ترلاسه کړي سهار وختي د چرګ بانګ پر مهال دغو مرکزونو ته ورځي او په هغو اوږدو لیکو کې دریږي چې ښايي تر مازیګره هم و نه توانیږي چې دغه کارتونه تر ګوتو کړي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې کاږي، کله چې څوک د کارت اخیستلو مرکزونو ته سر ورښکاره کړي، ښايي داسې وانګیري چې په دغه ښار کې هیچا هم د رای ورکولو کارتونه نه دي اخیستي، په تمه ولاړو لیکو کې ښځې، نارینه سپین ږیري او ځوانان تر سترګو کیږي.

که څه هم چې د دغو مرکزونو کارکوونکي د سهار په اتو بجو کار پیلوي، خو خلک ورته په چرګ بانګ راځي او په هغو لیکو کې ساعتونه، ساعتونه د انتظار شېبې تیروي چې ډیر اوږده غځېدلي دي، د دې ترڅنګ ډېر ځله د کارتونو دغه اخیستونکي د امنیتي ساتونکو ځینې هم شکایتونه کوي.

په دغو مرکزونو کې د ښځینه وو لپاره بیل او د نارینه وو لپاره جلا خونې په نښه شوي، په ټوله کې د کارتونو دغه مینه وال هغه کسان دي چې یا له کډوالۍ راستانه شوي او یا هم نوي د اتلس کلنۍ عمر ته رسېدلي.

فرحناز یوسفي یو له هغو وګړو ده، چې غواړي د خپل هېواد په برخلیک کې ونډه واخلي او داسې یو چا ته خپله رایه وکاروي چې دغلته روان کړکېچ ته د پای ټکی کیږدي.

Image caption د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره ایله څلور ورځې پاتې دي، چې طالبانو یې لا له وړاندې د ګډوډولو لپاره ګواښونه کړي.

خو له لویه سره که سړی د خلکو دغو اوږدو لیکو ته وګوري نو اټکل نه شي کولای چې په دغو مرکزونو کې دې شته کارکونکی د دې جوګه وي چې پر دغو ټولو خلکو دې کارتونه وویشي.

فرهاد شینواری چې د ټاکنو د کمیسیون کارکونکی دی وايي که څه هم د کارتونو د اخیستونکو شمیر ډیر دی، خو ډاډه دی چې پر ټولو ورغلو کسانو به کارتونه ووېشي.

ښايي له ځینو خلکو سره دغه پوښته لا ځوابه پاتې وي چې د ټاکنو په بهیر کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو پر له پسې ګواښونو له امله به خلک به ټاکنو برخه اخیستو ته زړه ښه نه کړي، خو ګڼو خلکو ویل چې د وسله والو بریدونو سره، سره به په ټاکنو کې برخه اخلي او د خپلې خوښې کاندید ته به رایې کاروي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره ایله څلور ورځې پاتې دي، چې طالبانو یې لا له وړاندې د ګډوډولو لپاره ګواښونه کړي.

ورته مطالب