نوماندان په یوه ورځ کې حتی درې ولایتونو ته ځي

Image caption ولسمشرۍ ته نوماندان خپلو ورستیو منډو ترړو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتی شوراګانو د ټاکنیزو هلو ځلو لپاره په پاتې ایله دوو ورځو کې نوماندان هڅه کوي چې د ډېرو خلکو ملاتړ خپل کړي.

ان تر دې چې هغوی په یوه ورځ پر دوو، دریو ولایتونو ګرځي.

د نوماندانو د ننیو(دوشنبه، وري۱۱) د ټاکنیزو منډو ترړو په اړه له کابله وړانګې علیزی په خپل رپوټ کې کاږي، د ولسمشریزو تاکنو په را لنډېدو سره نوماندانو هم خپلې ټاکنیزې هلې ځلې ګړندی کړي دي.

هغوی هڅه کوي چې په یوه ورځ کې لږ تر لږه دوو ولایتونو ته سفرونه وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ نوماند اشرف غني احمدزی نن د بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو ته ولاړ او هلته یې د خپلو ملاتړو سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدزي د فاریاب له خلکو سره ژمنه وکړه، که په ټاکنو کې بریالی شي نو د المار بند به جوړ کړي. نوموړي زیاته کړه:

"د المار بند چې کار یې ډیر مټه روان دی هغه به ډیر ژر جوړ کړو او د اوبو د بندونو د جوړولو چارې به چټکې کړو او ور سره به په دغه ولایت کې د کرنې او غالۍ اوبدنې صنعت ته پوره، پوره پاملرنه وکړو".

خو د ښاغلي احمدزي ټاکنیز کمپاین نن د افغانستان په شمالي ولایت کې د یو لړ ستونزو سره هم مخامخ شو.

د دغه ټاکنیز کمپاین دري تنه د المار په ولسوالۍ کې ووژل شول او اوه تنه نور یي ټپیان شول.

دری تنو نورو چې غوښتل یې له نوموړي سره په غونډه کې برخه واخلي، د دولت آباد په ولسوالۍ کې یې د یوه څو (کمین) له امله وژل شوي دي.

د ولسمشرۍ بل نوماند عبدالله عبدالله نن د بامیانو ولایت ته تللی او د خپلو دوو مرستیالانو په ملتیا یې له خلکو سره ژمنه وکړه چې د برېښنا د مزو د غځولو په کار کې به هڅې کوي او د پوهنې په برخه کې به دغه ولایت له نورو ولایتونو سره سیال کړي.

د ټاکنو بل نوماند زلمي رسول له نادر نعیم سره چې څو ورځې مخکې یې له زلمې رسول څخه ملاتړ وکړ، نن خوست ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلی رسول وایي که چېرې ګټونکی شي، په دغه ولایت کې به داسې اداره جوړه کړي چې له اداري فساده پاکه وي.

عبدالرب رسول سیاف نن د افغانستان سوېل لوېدیځ ولایت، کندهار ته د ټاکنیز کمپاین په موخه تللی و.

هغه په خپلو خبرو کې د مجاهدینو پر ونډه اخیستلو ټینګار وکړ، آن تر دې چې هغه ګل آغا شیرزي ته د خپل "اصلي سیال" لقب ورکړ.

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنیزو مبارزو لپاره ایله دوه ورځې پاتې دي.

له دغو دوو ورځو وروسته نوماندان تر ۴۸ ساعتونو پورې حق نلري چې ټاکنیزې هلې ځلې وکړي.

د ولسمشري او ولایتې شورا ټاکنې به د شنبې پر ورځ وشي.

ورته مطالب