''زلمي رسول او شېرزي ټاکنيزې سرغړونې کړې''

د انځور حقوق
Image caption د شکايتونو کمېسيون وايي زلمي رسول په کندهار او پکتيا کې له دولتي امکاناتو ګټه پورته کړې

د ټاکنيزیو شکایتونو د اورېدو کمیسیون په علني غونډه کې د ولسمشرۍ دوه نوماندان نغدي جريمه کړل.

نوماند زلمی رسول د ټاکنیزو منډوترړو په لړ کې له دولتي اسانتیاو د ګټې اخیستو له امله ۲۰۰زره افغانۍ او محمد شفیق ګل آغا شیرزی د یو بل کاندید په اړه د ناسمو کلمو د کارولو له امله ۱۰۰زره افغانۍ جریمه شوی دی.

۱۰ نوي شکایتونه هم دې کمیسیون ثبت کړي او د کمېسيون چارواکو وويل، له څیړنو ورسته به د ټولو شکایتونو په اړه حکم صادر کړي.

د دغو لسو شکایتونو له جملې چې د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون سره ثبت شوي، درې یې ولسمشرۍ ته د نوماند زلمي رسول په اړه دي چې له دولتي امکاناتو يې ګټه اخيستې ده.

د کمیسیون چارواکو په د اسنادو په ښوولو خبریالانو او د نوماندانو استازو ته وویل، چې د پکتیا والي جمعه خان همدرد او د هغه ویاند د زلمي رسول په ګټه په ټاکنیزو مبارزو کې برخه اخیستې، او له خلکو يې غوښتلي چې ښاغلي رسول ته رایه ورکړي.

د چارواکو په وینا د پکتیا والي د زلمی رسول د ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې د پکتیا ولایت ښوونځي رخصت کړي او خلک یې په زوره د ښاغلي رسول غونډې ته راوستلي.

د زلمي رسول په اړه بل شکایت دا و چې د کندهار امنیه قومندان د ښاغلي رسول ټاکنیزو مبارزو کې د برخې اخیستو لپاره په کندهار لوبغالي کې خلک ګواښلي وو.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت اعلان وکړ، چې ښاغلي رسول له همدې امله په ۲۰۰زره افغانۍ نقدي جریمه شو.

ښاغلي سعادت دغه راز وویل، چې د پکتیا د والي او د هغه د ویاند دوسیه یې اړوندو ارګانو ته استولې، تر څو چې له دندې د دوی د کوښه کیدو په اړه پریکړه وکړي.

درې نور شکایتونه له عبدالله عبدالله، قطب الدین هلال او عبدرب الرسول سياف نه د کابل ښاروالۍ له خوا شوې دي.

د دغو شکایتونو پر بنسټ درې نوماندانو په کابل ښار کې د خپلو تابلوګانو د ځړولو محصول نه دی ورکړی.

همدارنګه دوه نور شکایتونه د ټاکنو کمېسيون له داود سلطان زوی او محمد شفیق ګل آغا شیرزی نه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته کړې دي.

د شکایتونو پر بنسټ دغو دوو نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو په لړ کې خپل مالي راپورونه په ټاکلي وخت د ټاکنو کمیسیون ته نه دې ورکړي.

د ټاکنو د شکایتونو اوریدو کمیسیون چارواکو وویل چې د نورو شکایتونو په اړه له پوره څیړنو ورسته پریکړه وشي.

د ولسمشرۍ د ټاکنیزو مبارزو له پل نه تر اوسه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د نوماندونو په اړه له ۳۰۰۰ زیات شکایتونه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته رسیدلي دي.

د دې کمیسیون چارواکو وویل، چې ټول شکایتونه څېړل شوي، او ځینې یې عدلي اورګانونو ته استول شوي هم دي.

د کمیسیون د اکثريت غړو په شتون کې د کندهار په قضیه کې زلمی رسول د افغانستان د اساسي قانون او انتخاباتو د قانون پر بنسټ سل زره نغدي افغانۍ جريمه شو.

زلمی رسول دغه راز د پکتیا ولایت د قضیې په اړه د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ هم سل زره افغانۍ جريمه شو، چې په دواړو قضيو کې ټولې ۲۰۰زره افغانۍ کېږي.

ورته مطالب