''۵۰ بهرني څارونکي له ټاکنو څارنه کوي''

Image caption د فیفا د شمیرو له مخې له راتلونکو ټاکنو به یوازی شاوخوا ۵۰ بهرنیان څارنه وکړي

د افغانستان د عادلانه او رڼو ټاکنو بنسټ فیفا وايي په راتلونکو ټاکنو کې به د بهرنیو څارونکو لږوالی په نړیواله کچه د دغو ټاکنو په اعتبار اغیز ولري.

د دغه بنسټ چارواکي وایي، که څه هم نړیوال څارونکي د درغلۍ مخه نه شي نیولی خو کولی شي په سمه توګه د دغو ټاکنو د ترسره کولو په اړه ډاډ رامنځ ته کړي.

د ولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کې شاوخوا ۲۰۰ بهرنیو څارونکو برخه لرله، خو دا ځل۵۰ تنه بهرنیان د ټاکنو څارنه کوي.

د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا وايي د ولسمشریزو او والایتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې لږ شمیر بهرني څارونکي برخه لري.

د فیفا د شمیرو له مخې له راتلونکو ټاکنو به یوازی شاوخوا ۵۰ بهرنیان څارنه وکړي.

د فیفا اجرائیوي مشر جانداد سپین غر وایي، د بهرنویو څارونکو د شمیر لږوالی کیدای شي په افغانستان کې را تلونکو کیدونکو ټاکنو پر نړیوال اعتبار منفی اغیز وکړي.

دی وايي: ''د بهرنيانو ارزښت خو البته دا ده چې د ټاکنو بین الملي مشرویت تامینولی شي. که د دوی حضور ډېر او پراخ نو د ټاکنو اعتبار به لوړ وي. هر څومره چې د بهرنيانو شمېر کم وي هومره د بین الملی مشرویت په ساحه کې کچه کمیږي''.

که څه هم د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په راتلونکو ټاکنو کې د بهرنیو څارونکو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي، خو د یکشنبې په ورځ د ټاکنو کمیسیون چارواکو وویل چې شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ تنه به د راتلونکو ټاکنو څارنه وکړي.

خو ښاغلی سپین غر وايي، امنیتي ستونزې د افغان څارونکو پر وړاندې هم لوی خنډ دی.

اروپايي ټولنې نږدې ۲۰ تنه څارونکي استولي. د اسیا د ټاکنو بنسټ او دیموکراسي انترنیشل بنسټ د څو نورو بهرنویو بنسټونو ترڅنګ د راتلونکی ټاکنو څارنه کوي.

خو د ناامنویو له امله او په تیره بیا د کابل په سیرینا هوټل له لس ورځې وړاندې برید وروسته څو نړیوالو بنسټونو خپل څارونکي له افغانستان نه وویستل.

ورته مطالب