له ماليې پټېدونکو شرکتونو ته د آيسا خبرداری

Image caption آيسا ان ګواښنه کړې چې که لارښوونې يې له پامه وغورځېږي، دغه شرکتونه به وتړي

په افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې آیسا هغو شرکتونو ته چې خپله مالیه په وخت نه ورکوي خبرداری ورکړی چې که تر يوې مياشتې خپله مالیه ورنکړي نو د کار جواز به بېرته ترې واخلي.

دوی ته ويل شوي که په صنعتي پارکونو کې له ورکړای شويو ځمکو ګټه وانخلي او کارونه په کې پيل نه کړي، دغه ځمکې به بېرته ترې واخلي.

زمزمه نيازی له کابل نه په خپل راپور کې وايي، آيسا ان ګواښنه کړې چې که لارښوونې يې له پامه وغورځېږي، دغه شرکتونه به بند کړي.

د ایسا ادارې مشر وفي الله افتخار په یوخبرې غونډه کې د یو شمیر هغو شرکتونو د تړل کیدو خبرداری ورکړ چې له څو کلونو راهیسې پرته له ماليې ورکولو په افغانستان کې فعالیت کوي.

دوی دغه خبرداری هغو شرکتونو ته هم ورکړی چې د کار کولو جوازونه یې اخیستي او تر اوسه يې هیڅ کار نه دی کړې.

ښاغلي افتخار وویل دوی دغو شرکتونو ته یوه میاشت وخت ورکوي تر څو خپل ټول قانوني اسناد برابر او خپلې ټولې ستونزې هوارې کړي او مالیې په وخت ورکړي.

په هغو شرکتونو کې چې د تړل کیدو خبرداری ورکړل شوی د یو شمیر افغان شرکتونو په ګډون ۱۵ بهرنې شرکتونه هم شته چې څو کاله کیږې ماليه يې نه ده پرې کړې.

نوموړي وویل د دغو شرکتونو د ماليې په اړه يې پوره معلومات تراوسه نه دي ترلاسه کړي.

سوپريم ۴ ميليارده افغانۍ

د دغو شرکتونو له منځه بهرني شرکت سوپریم چې څلور میلیارده افغانۍ مالیه پرې راغلې نه ده ورکړې او همدارنګه ګلوبل شرکت د ماليې د نه ورکولو ترڅنګ ځینې قوانين هم مات کړي دي.

اوسمهال په افغانستان کې له ۴۰ زرو ډیر شرکتونه فعالیت کوي چې د آیسا د مشر په وینا شاوخوا ۱۰۰۰۰ یې هغه شرکتونه دي چې ماليه نه ورکوي او د کار کولو جوازونه لري خو ګټه ترې نه اخلي.

ښاغلي افتخار زیاته کړه هغه ځمکې چې په صنعتې پارکونو کې اخیستل شوي او کومه صنعتي فابریکه پری نه دی جوړه شوې نو په کار دی چې دا ځمکې بیرته رد شي.

دی وايي اوسمهال دوی ۵۲ نمرې ځمکه په پام کې نیولې چې له خپلو مالکانو یې بیرته واخلي او هغو کسانو ته يې ورکړي چې صنعتي فابریکې پرې جوړوي.

ښاغلي افتخار وویل د صنعتي ځمکو څارل به د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته وغځول شي او که په کوم ولایت کې صنعتي ځمکې اخیستل شوي او کار ترې نه اخیستل کیږی بیرته به ردېږي.

ورته مطالب