ناټو له روسيې سره خپله همکاري ځنډولې

د انځور حقوق AP
Image caption ټاکل شوې د اروپا په ختیځ کې د ناټو جنګي الوتکې خپلو عادي ګزمو ته دوام ورکړي

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پرېکړه کړې چې له روسیې سره خپل پوځي او غير پوځي فعالیتونه وځنډوي.

د ناټو مشر انرس فو راسموسن په دې باور دی چې له روسيې سره د کريميا يوځای کېدل د اروپا امنیت ته یو لوی ګواښ دی.

ښاغلي راسموسن د سه شنبې پر ورځ وویل، د روسيې او ناټو ترمنځ به د پخوا په څېر همکاري او راکړه ورکړه نه وي.

ښاغلي راسموسن همدارنګه د اوکراین له ختیځو پولو نه د روسیې ځواکونو د شاتک خبر ناسم وباله.

په تیرو څو ورځو کې د اوکراین په ختیځه پوله کې د روسیې د زرګونو سرتیرو را ټولیدل، د اوکراین موقتي دولت او د هغه لوديځ پلویان اندېښمن کړي دي.

د ناټو د ۲۸ غړو هیوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د سه شنبې پر ورځ په لومړي ځل ورسته له هغه چې کریميا له روسیې سره یو ځای کړای شوه، په بروکسل کې راټول شوي او له روسيې سره د دغې ټاپووزمې يو ځای کېدل غندلي دي.

ټاکل شوی د روسیې او ناټو د اړیکو پر سر په راتلونکې میاشت کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په نورو ناستو کې خبرې وشي.

د ناټو وزیرانو په دې ناسته کې د سيمې هیوادونو د امنیت لپاره د اروپا په ختیځ کې د یوې پوځي اډې جوړولو په اړه هم ارزونې درلودې.

ټاکل شوې د اروپا په ختیځ کې د ناټو جنګي الوتکې خپلو عادي ګزمو ته دوام ورکړي.

د شنونکو په اند دا پریکړې د اوکراین او د ختیځې اروپا په ننني بحراني شرایطو کې ډېرې ارزښتمنې دي .

همدارنګه د ناټو ځېنو غړو لکه امریکا او برتانیا د دې ګزمو لپاره د لا زیاتو جنګي الوتکو د ورکولو خبر ورکړی دی.

ورته مطالب