سرپل: د ولايتي شورا تښتول شوی نوماند وژل شوی

Image caption ښاغلی حقبين وايي محمد حسين نظري د سرپل له بوغوی سيمې تښتول شوی و

د افغانستان په شمال سرپل ولايت کې چارواکي وايي، څو ورځې وړاندې د ولايتي شورا تښتول شوی نوماند وژل شوی دی.

چارواکي وايي د ولايتي شورا له وژل شوي نوماند محمد حسين نظري سره يوځای د ده اته تښتول شوي ملګري هم وژل شوې دي.

راپورونه وايي دوی ټول لس کسه وو او د تښتول شويو يو کس يې ټپي شوی دی.

چارواکي وايي دوی څو ورځې وړاندې مرکز سرپل ته له يوې ولسوالۍ بېرته ستنېدل چې وسله والو وتښتول.

د سرپل والي عبدالجبار حقبين بي بي سي ته وويل د وژل شويو کسانو جسدونه يې د ولايت د مرکز په اړوندې يوې سيمه کې موندلې دي.

ښاغلی حقبين وايي محمد حسين نظري له خپلو ملګرو سره د سرپل له بوغوی سيمې تښتول شوي وو.

هغه مهال د دغه ولايت د پوليسو یوه چارواکي بي بي سي ته ويلي و، چې هغه مهال چې حسين نظري له خپلو ملګرو سره بېرته سرپل ته ستنېده د دريو وسله والو له لوري وتښتول شول.

تر اوسه د وسله والو کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.

سرپل د افغانستان په شمال کې يو له هغو ولايتونو څخه دی چې نسبتآ ارام بلل کېږي، خو وخت ناوخت په کې د تاوتريخوالي پېښې کېږي.

ورته مطالب