ټاکنې او دیموکراتیکه فضا

  • هدایت الله همیم
  • بي بي سي

د اپریل پر پنځمه (وری ۱۶) افغانان د لومړي ځل لپاره د ولسمشر کرزي ځایناستی ولسمشر ټاکي. حامد کرزی له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان ولسمشر و، خو د اساسي قانون پربنسټ د درېیم ځل لپاره ټاکنو ته نه شي کاندېدېدلی.

د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې له یوه منتخب ولسمشر نه بل منتخب ولسمشر ته په دیموکراتیکه فضا کې واک لېږدول کېږي.

د روان ۲۰۱۴ کال دسمبر کې د ناټو ځواکونو پوځي ماموریت پای ته رسېږي، او د مهال وېش له مخې باید له افغانستانه ووځي. خو اټکل دا دی چې نوی ولسمشر به له اورپکو سره د جګړې له لوی سرخوږي سره مخامخ شي.

اصلي سیالي کوونکي څوک دي؟

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح،

عبدالله عبدالله د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د کرزي اصلي سیالي کوونکی و.

د اتو کاندیدانو په منځ کې اصلي سیالي کوونکي د بهرنیو چارو پخواني وزیران عبدالله عبدالله او زلمی رسول، او د مالیې پخوانی وزیر اشرف غني احمدزی دي.

عبدالله عبدالله د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د کرزي اصلي سیالي کوونکی و. له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۶ د بهرنیو چارو وزیر و، خو په ۲۰۰۹ کال د کرزي د سیاسي مخالفانو په کتار کې ودرېد.

اشرف غني احمدزی بیا د کرزي د واکمنۍ پرمهال له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۶ پورې د مالیې وزیر و.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح،

اشرف غني احمدزی Ashraf Ghani will have to broaden his support base if he is to do well in the first round

که څه هم اشرف غني له پښتون ټبره دی او ډېری پلویان یې پښتنو کې دي، خو ښکاري، چې تاجک مینه وال یې هم زیات شوي دي.

۷۰ کلن زلمی رسول د شاهي دورې یو پخوانی دیپلومات دی، چې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ پورې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی.

که څه هم هغه یوه مطرح څېره نه ده، خو د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال پر تلوېزیوني مناظرو کې تر یوه بریده مشهور شو.

پنځه نور کاندیدان هم دي.

ایا ناامنیي لویه لوژستیکي ستونزه ده؟

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح،

اټکل کېده چې ګني زلمی رسول د حامد کرزي د خوښې کاندید دی.

هو. طالبانو د راتلونکو ټاکنو د بهیر ګډوډولو ګواښ کړی.

امریکا او افغان حکومت ضمناً موافقه کړې، چې د ۲۰۱۴ کال په ختمېدو سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغاسنتان کې یو شمېر امریکايي پوځيان د افغان سرتېرو د روزنې لپاره پاتې شي.

خو حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو پښه په شا کړه.

خو د ولسمشرۍ اوسني تقریباً ټول کاندیدان له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیکېدو سره موافق دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح،

افغان امنیتي ځواکونه لا له وړاندې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی.

د کمپاین په لومړنیو اونیو کې په نسبي توګه ناامني لږ وه، خو په وروستیو شپو کې بیا لوی ډله ییز بریدونه وشول، چې تر ټولو لوی برید د تېر مارچ پر ۲۵، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر ودانۍ و.

د ولسمشرۍ ټولو کاندیدانو ته زغره وال ګاډي او ساتونکي ورکړل شوي، او د ټاکنو پر ورځ هم د رای ورکولو د ټولو مرکزونو د خوندي کولو هوډ شوی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح،

که چېرې د کرزي ځای ناستی امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، تر ۲۰۱۴ وروسته به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان نه ووځي.

د ټاکنو د خوندیتوب لپاره نژدې ۶۵۰۰۰ نړیوال ځواکونه هم د افغان سرتېرو ملاتړ کوي.

مهمې موضوع ګانې کومې دي؟

که څه هم له امریکا سره امنیتي تړون نه دی نهايي شوی، خو لاهم دغه د امریکا او افغانستان د اړیکو ترمنځ دا یوه حساسه موضوع ده.

د راتلونکي او بریالي کاندید لومړیتوب به هم له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول وي، خو ترڅنګ یې له طالبانو سره د جوړجاړي خبرې هم کم بې ارزښتنه نه دي، د فساد او نشه يي توکو د قاچاق او سوداګرۍ پرضد مبارزه هم د راتلونکي ولسمشر لومړیتوب ګڼل کېږي.

ایا راتلونکې ټاکنې به ازادې او رڼې وي؟

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح،

اټکل دی، چې دغو تاریخي ټاکنو ته زیاترو افغانانو نوملیکنه کړې وي.

د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعاوې وشوې، چې بالاخره دویم پړاو ته وغځېدې، خو د کرزي اصلي ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله له دویم پړاو ټاکنو شا ته شو.

د افغانستان مرستندویه هېوادونه هم خپلې مرستې او همکارۍ پر رڼو او ازادو ټاکنو پورې تړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح،

ټاکنیزو کارکوونکو ټولو ولایتونو ته د رای اچونې صندوقونه رسولي دي.

که څه هم حامد کرزي په وار وار ویلي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به لاسوهنه نه کوي، خو سیاسي مخالفان یې وېره لري، چې حکومت په ټاکنو کې لاسوهنه کوي.

که یو هم بریالی نه شي، څه به کېږي؟

که چېرې ولسمشرۍ ته یو کاندید هم تر ۵۰٪ ډېرې رایې خپلې نه شي کړای، دوه مخکښ کاندیدان به د مې پر ۲۸ د ټاکنو دویم پړاو ته وځي.

د ۲۰۰۹ ټاکنو تجربې ته په کتو سره، د اوسنیو ټاکنو دویم پړاو ته د تګ احتمال هم شته.

خو د لومړي پړاو ټاکنو پایلې د راتلونکې مې تر نیمايي پورې نه شي اعلانېدای، که چېرې ټاکنې دویم پړاو ته وغځېږي، نو د سیاسي واک سپارلو چاره هم تر جولای پورې غځېدلی شي.