ټاکنې: مرکزونو کې د رايو شمېرل پای ته رسېدلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسيون اټکل دا دی چې په دغو ټاکنو کې ښايي له اوو میليونو ډېرو کسانو ګډون کړی وي

د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، د رايو ورکولو په مرکزونو کې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د رايو شمېرلو بهير نژدې پای ته رسېدلی او اوس له ولسواليو او ولايتونو د رايو صندوقونه ولايتي مرکزونو ته رسول کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د غويي/ ثور په څلورمه او وروستۍ پايلې به د همدې مياشتې پر ۲۰مه اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون مشر يوسف نورستاني تېره شپه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې دوی ته په ټاکنو کې د درغليو په اړه شکايتونه ور رسېدلي، خو په خبره يې کچه يې هغومره لوړه نه ده، چې د ټاکنو بهير تر سيوري لاندې راولي.

ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د ټاکنو بهير تېره ورځ (شنبه، مارچ ۵مه) سهار په اوو بجو پيل شو، چې د مازيګر تر پنځو بجو يې دوام وکړ.

د ولسمشرۍ اتو نوماندانو په خپلو غبرګونونو کې ویلي، سره له دې چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې، خو دوی به د خلکو رايو ته درناوی وکړي.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې سياسي واک له يوه ټاکل شوي ولسمشر نه بل ولسمشر ته په دموکراتيک ډول او د خلکو د رايو پر مټ لېږدول کېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي چې دوه ځله د خلکو له لوري د ولسمشر په توګه غوره شوی و، خپله رايه د کابل د اماني لېسې د رايې ورکولو په يوه مرکز کې وکاروله.

د دغو ټاکنو امنيت د افغان ځواکونو پر غاړه و او د کورنيو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ۴۰۰زره امنيتي ځواکونه په ټول هېواد کې ځای پر ځای شوي وو.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته دا ځل اته نوماندان سيالۍ ته ولاړي، دغو نوماندان له خپلو مرستيالانو او پلويانو سره يو ځای خپلې رايې وکارولې.

د ولسمشرۍ نوماندانو پر خلکو غږ وکړ، چې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي او د شته ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي او خپلې رايې وکاروي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي لپاره يې

ورته مطالب