د افغان ټاکنو په اړه نړیوال غبرګونونه

Image caption د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي شاوخوا اووه ميليونه کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې ده

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تېره ورځ (شنبه، مارچ ۶مه) ترسره شوې او د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي ښايي له اوو میليونه زياتو کسانو خپلې رايې کارولې وي.

د دغو ټاکنو په اړه په کور دننه او بهر غبرګونونه هم ښوول شوي، چې ځينې يې بي بي سي ته رسېدلې دي.

نړيوال غبرګونونه

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ویليم هېګ په افغانستان کې شوې ټاکنې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او پر ټولو نوماندانو يې د صبر او درناوي غږ وکړ.

د ناټو سرمنشي انرس فو راسموسن د افغان ولس لېوالتيا وستایله او ويې ويل چې د امنيت د خوندي کولو په برخه کې د افغانستان امنيتي ځواکونو خورا ستر کار ترسره کړی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وویل رايې اچوونې وښووله چې افغانان ولسواکۍ ساتنې او پرمختګ ته څومره ژمن دي.

د ملګرو ملتو امنيت شورا هم د يوې وينا پاڼې په خپرولو د افغان ولس زړورتيا وستایله، چې افغانان د طالبانو او نورو ډلو له ګواښونو سره سره رايې ورکولو ته راووتل.

د برتانيا لومړي وزير ډېوېد کمېرون تېره ورځ پر خپله ټويټر پاڼه په پښتو ژبې يو پيغام ليکلی و او افغانان يې هڅولي و، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د نوماندانو غبرګونونه:

اشرف غني احمدزی:

د اشرف غني احمدزي د ټاکنيز کمپاين يو وياند فيض الله ذکي وايي ټاکنې په ښه ډول ترسره شوې. خلکو له امنيتي اندېښنو سره سره په ټاکنو کې پراخ ګډون درلود. د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې رايې پاڼې کمې شوې چې نيوکه د ټاکنو په کمېسيون کېږي.

عبدالله عبدالله:

د عبدالله عبدالله د ټاکنيز کمپاين يو وياند فاضل سانچارکي وايي په هغو سيمو کې چې عبدالله عبدالله ډېرې رايې درلودې په هغو سيمو کې رای پاڼې کمې وې. رای پاڼې په باميان، بدخشان، دايکندي، بادغيس، تخار، هرات بلخ او کابل ولايتونو کې کمې وې.

زلمی رسول:

د زلمي رسول د ټاکنيز کمپاين يو وياند جاويد فيصل وايي، نن د افغانستان لپاره يوه تاريخي ورځ وه. له دې سره چې په بلخ، هلمند، فارياب او سمنګانو ولايتونو کې ځينې کسان زموږ د ناظرانو د شتون مانع شول خو په ټوله کې د ټاکنو له بهيره راضي يو. موږ د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون او څارونکو غواړو چې د رايو شمېرل په دقت وکړي چې شوې درغلي روښانه شي.

قطب الدين هلال:

د قطب الدين هلال د ټاکنيز کمپاين غړی عيد محمد وايي، له ګواښونو سره سره امنيت ښه و، خو ځينې نوماندانو او حکومت په درغليو کې لاس درلود. موږ د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته پنځلس ماده يي شکايت ورکړی دی.

هدايت امين ارسلا:

د هدایت امین ارسلا د کمپاین ویاند ذبیح الله فرهنګ وايي، پر امنیتي ننګونو سربېره، خلکو په رای اچونه کې پراخ ګډون وکړ، خو موږ ته د درغلیو د لسګونو پېښو خبر رارسېدلی، چې کمیسیون ته مو سپارلی دی.

هیله من یم چې د ټاکنو کمیسیون دغه درغلۍ په جدي او دقیقه توګه وارزوي.

عبد رب الرسول سياف:

د عبد رب الرسول سیاف د کمپاین ویاند فهیم کوهدامني وايي، پر باراني هوا سربېره ګڼ افغانان رای اچولو ته ولاړل، خو د رای اچولو پاڼې کمې وې، یا کمې چاپ شوې وې، او یا دا چې رای پاڼو کې درغلۍ شوې. موږ او څارونکو سرچینو ته داسې راپور راغلی، چې حکومتي چارواکو درغلي کړې ده.

داود سلطان زوی:

د ولسمشرۍ نوماند داود سلطان زوی وايي، ښې ټاکنې وې او د افغانستان خلکو ته مبارکي وایم. خلکو د رای ورکولو مرکزونو ته په ورتګ وښوده چې خپل هېواد او ژوند پرې ګران دی. هیله لرم چې د شکایتونو کمیسیون شکایتونه وارزوي. لاهم وخت شته چې د درغلۍ په اړه خبرې وکړو.

ورته مطالب