کندوز: د رايو پر لېږدونکي موټر چاودنه شوې

د انځور حقوق IEC
Image caption د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې شاوخوا ۷ میليونه کسانو برخه اخيستې وه

د افغانستان په شمال ختيځ ولايت کندوز کې چارواکي وايي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو پر يوه لېږدوونکي موټر ماين چاودلی دی.

د کندوز د پوليسو وياند سيد سرور حسني بي بي سي ته وویل په دغه چاودنه کې درې کسه وژل شوي دي.

دی وايي د وژل شويو په منځ کې يو پوليس، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يو کارکوونکی او پخپله موتر چلونکی شامل دي.

ښاغلي حسيني وويل پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د کمېسيون کارکوونکو او امنيتي ځواکونو د رايو صندقونه په موټر کې مرکز کندوز ته لېږدول.

چارواکي وايي چاودنه نن سهار (يکشنبه، مارچ ۶مه) د کندوز د خان اباد په اقتاش سيمه کې رامنځه شوې ده.

په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر امير حمزه هوتک بي بي سي ته ويلي دغه کسان هغه مهال ووژل شول، چې د رايو صندوقه يې له خان اباد ولسوالۍ نه لېږدول.

ښاغلي احمدزي ويلي، چې د رايو صندقونه له منځه تللي، خو د دغو صندقونو شمېر يې مشخص نه کړ.

خو د ټاکنو سيستم پر بنسټ لومړی دغه رايې په مرکزونو کې شمېرل کېږي، او وروسته بيا ولايتي مرکزونو او د ټاکنو مرکزي دفتر لېږدول کېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تېره ورځ (شنبه، مارچ ۵مه) ترسره شوې او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د شمېرو له مخې شاوخوا اووه ميليونه افغانانو په ټاکنو کې ګډون کړی وو.

ورته مطالب