اشرف غني: که دویم پړاو ته ولاړ شو، جوړجاړی نه کوو

Image caption د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي که ټاکنې دویم پړاو ته ځي لاړې دې شي خو هېڅ ډول جوړجاړی به ونه کړي.

په داسې حال کې چې د افغان ټاکنو رايې لا شمېرل کېږي، د سر سر له دوو کانديدانو څخه يوه يې- اشرف غني احمدزي بي بي سي ته ويلي چې له هېڅ بل کانديد سره به هم جوړ جاړي ته غاړه کېنږدي او که دويم پړاو ته اړتيا وه، غواړي يې.

که چېرې يو نوماند هم پنځوس سلنه جمع يوه رايه ونه گټي، نو بايد د سر سر دوه کانديدان په دويم پړاو کې يو له بل سره سيالي وکړي، مگر دا چې يو پر شا شي.

په کابل کې د بي بي سي خبريال ډېوېډ لاين په دې اړه خپل رپوټ کې وايي:

د افغان ټاکنو رسمي پايلې ښايي تر څو اوونيو روښانه نه شي، او دا چې ټولو کانديدانو د درغليو په اړه شکايتونه کړي، نو ښايي تر هغو چې دا سپېنېږي، نور هم وخت ونيسي، په تېره بيا چې دومره ډېرو کسانو يعنې د تېر ځل تر ټاکنو درې ميليونه ډېرو راى ورکوونکو په کې گډون کړى و.

د گډون کوونکو درېيمه برخه ښځې وې.

ډاکټر احمدزي چې خپل نظر يې په لومړي ځل څرگنداوه، وويل چې دویم پړاو ته د ټاکنو د تګ په تړاو هېڅ ډول معامله نه غواړي.

اشرف غني احمد زى وايي: "انځور ډېر ښه برېښي، موږ دمخه يو، په ځينو ځايونو کې په خورا ډېر توپير او روښانه ده چې يا به يې په لومړي پړاو کې گټو او که دويم پړاو ته ووتو، نود ولسمشرۍ د گټلو خورا ښه چانس لرو. د شمېرو له مخې د مخکښو کانديدانو او نورو ترمنځ واټن خورا ستر دى."

ډاکټر احمدزي وويل چې په ده پسې ډاکټر عبدالله دويم مخکښ کانديد دى. کله چې ترې وپوښتل شول آيا غواړي له دويم پړاو نه د ډډې کولو له پاره له هغه سره جوړ جاړى وکړي، ډاکټر غني وويل "نه، زه غواړم چې دويم پړاو ته ولاړ شو، ځکه چې ولسي باور ته اړتيا ده او اساسي قانون هم دقيق همدا وايي چې بايد يو واضح گټونکى راووځي. د دروازو تر شا جوړ جاړي به ولس له خپلې رايې څخه بې برخې کړي."

زرگونه راي صندوقونه په کابل کې د ټاکنو خپلواک کميسون ته پر لاره دي.

طالبانو چې د ټاکنو ورځ يې گډه وډه نشواى کړى، پرون په کندوز کې د ټاکنو يو کارکوونکى يو پوليس او د هغوى موټر چلوونکى چې د رايو صندقونه يې لېږدول د سړکغاړي بم په چولو سره ووژل.

په بريد کې راي پاڼې له منځه تللې دي.

ورته مطالب