تر درو زرو ډېر ټاکنیز شکایتونه شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لومړنۍ رسمي پایلې د غوايي میاشتې په څلورمه نېټه اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د ورځې په تړاو د شکایتونو ثبتولو بهیر پای ته رسولی دی.

د شکایتونو کمېسیون به د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان دمخه د دغو شکایتونو په اړه ارزونې پای ته ورسوي.

کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواری وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو د ورځې د ټاکنیزو درغلیو د ثبتولو بهیر د رایې اچونې په ورځ پیل کړی و او تېره شپه تر دولسو بجو پورې روان و.

د دغه کمېسیون ویاند نادر محسني په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ټاکنو د ورځې په تړاو یې په ټوله کې تر دریو زرو زیات شکایتونه ثبت کړي دي:

''په ټوله کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ته په ټول هېواد کې درې زره یو سل او درې مورده ټیلیفوني اطلاعات او رسمي شکایتونه رسېدلي دي. د رسمي شکایتونو له ډلې دوه سوه اته ویشت د ولسمشرۍ د نوماندانو او پینځه سوه او درې اویا شکایتونه د ولایتي شوراګانو د نوماندانو په اړه ثبت شوي دي.

همداراز اووه سوه او دوه اویا شکایتونه د ټاکنو او شکایتونو کمېسونونو د کارکوونکو په اړه رارسېدلي دي. چې په دې سره د دغو رسمي شکایتونو شمېر یو زر پینځه سوه او دریو ته رسي''.

د ښاغلي محسني په خبره هغه شکایتونه چې د ټيلېفون له لارې ورته رسېدلي، دوی ترې یوازې د مالوماتو په توګه ګټه اخلي او د خپلو ارزونو او څېړنو د بنسټ په توګه یې نه کاروي.

په دغو شکایتونو کې ډېر یې د ولایتي شوراګانو د نوماندانو په اړه دي، چې د چارواکو په وینا د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې د دغو نوماندانو پر ضد شکایتونه ور رسېدلي دي.

همداراز له پینځو ولایتونو پرته په نورو ټولو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو پر وړاندې هم یاد شوي کمېسیون ته شکایتونه شوي دي.

د شکایتونو کمېسیون په خبره، د ټاکنو په ورځ یوه مهمه ستونزه ځینو مرکزونو ته د کره شمېر رایې پاڼو نه رسېدل وو، چې له امله یې یو شمېر رایې ورکوونکي د خپلو رایو په کارولو و نه توانېدل.

د دغې ستونزې په اړه د اروپايي ټولنې په ګډون یو شمېر نورو څارونکو هم اندېښنه څرګنده کړې ده. د شکایتونو کمېسیون د چارواکو په وینا، د دې او نورو ستونزو په اړه به د پلټنو په رڼا کې قانوني ګام پورته کړي.

د افغانستان د شکایتونو کمېسون په وینا د دغو شکایتونو په اړه به خپلې څېړنې او ارزونې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلانه مخکې بشپړې کړي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لومړنۍ رسمي پایلې د غوايي میاشتې په څلورمه نېټه اعلان شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د شکایتونو کمېسون په وینا د دغو شکایتونو په اړه به خپلې څېړنې او ارزونې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلانه مخکې بشپړې کړي.
د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان حکومت اعلان کړی، چې په تېرو ټاکنو کې تر اوو میلیونو ډېرو کسانو رایې اچولې دي.
د انځور حقوق AP
Image caption د تېرو ټاکنو څارنې لپاره نژدې ۳۵۰ زره څارونکي ګومارل شوي وو.

ورته مطالب