سیرت: د جګړې ښکېل لوري سوله نه شي راوستلی

د انځور حقوق Getty
Image caption په تېر کې د سولې د بهیر په ترڅ کې افغان حکومت بېلې لارې خپلې کړې دي.

له امریکې نه کابل ته ستون شوي یوه تن افغان سیاستوال ویلي چې پرته له ملي شخصیتونو د جګړې له ښکېلو غاړو پوره نه ده چې سوله ییز بهیر بریالی کړي.

عبدالستار سیرت چې د افغانستان په اړه د بون په لومړۍ ناسته کې هم له اغېز لرونکو شخصیتونو ګڼل کېده، د (سولې د ملي جبهې) په نامه د یوه نوي خوځښت په رامنځ کولو سره جوړجاړي ته رسېدل غواړي.

ښاغلي سیرت ویلي چې د دوی امریکا میشته افغان ټولنه د سولې د بهیر په اړه د متحدو ایالتونو د ګانکرېس له ځینو غړو سره هم غږیدلې ده.

مصطفی سالک له کابله په خپل رپوټ کې کاږي:

عبدالستار سیرت وایي چې د یو شمېر امریکا مېشتو افغانانو په ګډون غواړي په افغانستان کې د ښکېلو غاړو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

ددغې ډلې مشري د افغان سیاستوال عبدالستار سیرت پر غاړه ده چې د بون د لومړۍ غوندې پر مهال د مشرتابه له غوراویو څخه و.

ښاغلی سیرت شاوخوا ۱۳ کلونه وروسته افغانستان ته راغلی او په کابل کې یې وویل، ګواکې د جګړې ښکیلې غاړې نه بریالی منځګړتوب کولای شي او نه د جوړجاړي بهیر پر مخ بیولی شي.

د نوموړي په وینا غواړي چې د دې چارې لپاره د سولې د ملي جبهې په نامه یو نوی خوځښت پیل کړي.

ښاغلي سیرت وویل، د افغانستان د سولې د بهیر په اړه یې د امریکې له کانګرېس سره هم خبرې اترې کړې او ملاتړ يې ور سره دی. هغه وایي:

"موږ په امریکا کې یو ملي بنسټ لرو چې د هغه هېواد د فدرال په کچه ثبت دی، یانې موږ کولای شو چې د افغانستان په نامه د امریکې له حکومت سره خبرې اترې وکړو. په سپتمبر میاشت کې مو د کانګرېس په تالار کې یو لوی سمپوزیم درلود، هلته مو د کانګریس له غړو او امریکايي استازو سره د سولې خبرې په پراخه کچه مطرح کړې، د افغانستان د کړکېچ لومړۍ پوښتنه ټاکنې نه دي، حکومت جوړول نه دي، سیاسي نظام نه دی، لومړۍ پوښتنه په افغانستان کې جګړه پای ته رسول او سوله راوستل دي".

په تېر کې د سولې د بهیر په ترڅ کې افغان حکومت بېلې لارې خپلې کړې دي.

کله د څرګندو خبرو څرک لګېدلی او کله هم د پټو، د دې کار لپاره حکومت یوه ستره شورا هم جوړه کړه.

ګاونډیو، اسلامي او لوېدیځو هېوادونو ته د مرستې لاس هم وغځول شو، خو د هېڅ يوې لارې ګټوره پایله جوته نه شوه.

وسلوال طالبان اوس هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې خبرو لپاره د يوه بنسټیز شرط په توګه وړاندې کوي.

ورته مطالب