له دویم پړاو ټاکنو شاته کېدونکي کاندید ته نغدي جریمه

Image caption په ۲۰۰۹ کال کې د اوسني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله تر منځ په ټاکنو کې خبره دویم پړاو ته ووته ، نو ښاغلی عبدالله له ټاکنو په شا شو او ښاغلی کرذی پرته له ټاکنو د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ټاکنو د نوي قانون له مخې که په ولسمشریزو ټاکنو کې یو کاندید هم له پنځوس سلنې زیاتې رایې وا نه خیستلې، نو په دویم پړاو د دوه تنه مخکښو کاندیدانو ګډون حتمي دی.

په دغه قانون کې راغلي که کوم نوماند په دویم پړاو کې له درېدو په شا کېږي، نو د کمیسیون له خوا به په نغدي جریمې محکوم شي.

که څه هم چې په اافغانستان کې لا تر اوسه د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو لومړی پایلې نه دي جوتې شوي ،او دا هم نه ده مالومه چې ایا دغه ټاکنې به دویم پړاو ته وغځیږی او که نه؟

خو د حقوقي چارو کارپوهان وايي چې له دې وروسته شونې نه ده چې یو نوماند په دویم پړاو کې له دریدو په شا شي، د ټاکنو کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي چې د ټاکنو د نوي قانون له مخې په دویم پړاو کې دواړه مخکښ نوماندان برخه ولري.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې وايي، تېر ځل د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې کله چې عبدالله عبدالله د اوسني ولسمشر حامد کرزي سره سیالۍ ته ونه درېد، چې بیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا ښاغلی کرزی ګټونکی وپېژندل شو.

خو د ټاکنو د نوي قانون له مخې د ټاکنو په دویم پړاو کې د دواړو نوماندانو تر منځ سیالي حتمي ده.

افغان حقوق پوه ډاکټر کبیر رنجبر وايي چې دا پلا د ټاکنو په نوي قانون کې هر نوماند مکلف شوی چې په دویم پړاو کې هم سیالۍ ته ودریږي.

د ټاکنو لپاره نوی قانون چې څه موده وړاندې د افغانستان ملي شورا له خوا تصویب شو په هغه کې راغلي چې په ټاکنو کې دوه مخکښ کانديدان مکلف شوي چې په دغه پړاو کې هم برخه واخلي او هر یو پر همدغې سیالۍ مکلف شویدی .

Image caption د اساسي قانون له مخې، ولسمشر د رايې وركوونكو د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو رايو له لارې ټاکل کیږي او کاري دوره يې تر ټاکل کېدو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه ختمیږي.

دا هغه څه دي چې په تیرو ولسمشريزو ټاکنو کې د مکلف ټکی نه و راغلی.

داسې ویل کیږي چې د ولسمشریزو ټاکنو وروستی پایلې به د غويي په ٢٤ په ډاګه شي ، له هغه وروسته که هیڅ یو نوماند له پنځوس سلنې زیاتې رایې و نه ګټي نو د دوو اونيو په اوږدو کې باید د دویم پړاو ټاکنې تر سره شي.

د اساسي قانون له مخې، ولسمشر د رايې وركوونكو د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو رايو له لارې ټاکل کیږي او کاري دوره يې تر ټاکل کېدو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه ختمیږي.

ورته مطالب