پکتيا کې يوه کوپي کش پښتو فلم جوړ کړ

Image caption په فلم کې ډېر کار سولې، امن، د زده کړو عامېدو، د قانون پلي کېدو د فساد او بدو دودونو له منځه وړلوته شوی.

په پکتيا کې د اوښتون کلتوري ټولنې له لوري د (تقدير) په نوم نوی پښتو فلم جوړ شو.

دغه پښتو فلم چې زياتې برخې يې پکتيا او ځينې برخې يې په خيبر پښتونخوا کې جوړې شوې دي، ، په ګردیزکې د سلګونه کسانو نندارې ته وړاندې شو.

د فلم سناریست او ډايریکټر محمد امين حيران د پکتيا سید کرم ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

امين حيران کوپي کش دی، دی په ګردېز ښارکې د کوپي کشۍ دوکان لري، تل يې څټک په لاس او د ټکر شويو يا اوښتو ګاډو کوپ شوي ځايونه بېرته سموي، خو د فلم انځورونه د حيران له لاسه ډېر کوپ شوي ګاډي راښيي.

ډېر مينه وال يې ښايي دا خبره ونه مني، چې امين حيران په ګلګل او رنګونو ککړ بیا هم د هنر پالل په ځان لازم ګڼي.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس محمد شفا مشفق د فلم ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې فلم د هنر له پلوه کره او ډېره خواري پرې شوې:

''په دې فلم کې د افغانستان لپاره تلپاتې سولې ته کار شوی، او د دې ترڅنګ په افغانستان کې د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره ډېرکار شوی، ځکه دلته دا د فلم کرکټر د ځينو اشخاصو له خوا دې ته اړ کيږي چې مختلف جرمونه وکړي، د هغو جرمونو د ترسره کېدو په صورت کې دغه کس نيول کيږي او د قانون منګولو ته سپارل کيږي''.

Image caption په دې فلم کې د پکتيا فلمي لوبغاړو ترڅنګ د خيبر پښتونخوا بېلابېل فلمي لوبغاړي هم لوبېدلي.

په دې فلم کې د پکتيا فلمي لوبغاړو ترڅنګ د خيبر پښتونخوا بېلابېل فلمي لوبغاړي هم لوبېدلي.

امين حيران راته وايي چې ولې يې د فلم جوړولو ته زړه ښه کړ:

''په دې ټولنه چې موږ کومې تشې ليدلې دي، هغه موږ رااخيستې دي، په دغو خاليګاوو مو سناريو ليکلې او فلم مو جوړ کړی، نو دا خو له هنر سره زموږ خپل شوق و، موږ په ناچيزه امکاناتو چې په دې کې له موږ سره ډېرو ژورناليستانو همکاري کړې ده، مدني ټولنو څه ناڅه کومک کړی خو په دې کې مالي مرسته چا نه ده کړې، مالي لګښتونه مو په خپله کړي دي''.

د انځور حقوق
Image caption د فلم سناریست او ډايریکټر محمد امين حيران د پکتيا سید کرم ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

په فلم کې ډېر کار سولې، امن، د زده کړو عامېدو، د قانون پلي کېدو د فساد او بدو دودونو له منځه وړلوته شوی.

يو نندارچي نور وهاب مې وپوښت چې دی د جوړ شوي فلم په اړه څه احساس لري:

''دا نن ورځ چې کوم کار شوی د پکتيا په خلکو کې، د پکتيا په ولسونو کې، د افغانستان په ټولو خلکو کې دا شته دغه خلکو ته يې ښوودلې ده چې نن ورځ موږه دغه کارونه کوو، له دغه استفاده وکړو، دومره د افتخار ورځ ده زما هېڅکله په سوچ او فکر کې نه و چې په پکتيا کې به داسې فلم جوړ شي''.

Image caption ډېر مينه وال يې ښايي دا خبره ونه مني، چې امين حيران په ګلګل او رنګونو ککړ بیا هم د هنر پالل په ځان لازم ګڼي.

که څه هم په پکتيا کې د هنر په ډګر کې د پام وړ کار نه دی شوی، خو امين حيران له نشت امکاناتو سره سره، په دې توانېدلی چې تر دې دمه څلور فلمونه نندارې ته وړاندې کړي، چې وروستی فلم يې همدا تقدير دی.

ده له دې وړاندې درې نور فلمونه هم خپلو مينه والو ته وړاندې کړي چې د (لستوڼي مار، بازار او د وطن زلمی) په نومونو يادېږي.

ورته مطالب