' د رایو پاڼو ۸۰ سلنه کابل ته رسېدلې دي '

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسیون درایو سلګونه پاڼې خپل کمپیوټري سسټم کې ثبت کړې.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د رایو پاڼو ۸۰ سلنه برخه له ولایتونو نه کابل ته رسېدلې دي او سبا د شنبې په ورځ به د ډېری ولایتونو د کارول شویو رایو یوه برخه اعلان کړي.

دغه کمېسیون دغه راز وايي، د افغانستان په لر او بر کې حساس مواد ټول شوي او د ۳۴ ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي دي.

نورمحمد سعید له کابله خپل رپوټ کې کاږي، د جمعې په ورځ، افغانستان کې رخصتي وه، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکونکو خپل کار ته دوام ورکړ او درایو سلګونه پاڼې یې خپل کمپیوټري سسټم کې ثبت کړې.

د دغه کمېسیون ویاند نورمحمد نور وايي د هېواد په لر او بر کې د رایو له ټولو مرکزونو نه حساس توکی د ۳۴ ولایتونو مرکزونو کې د دوی ساحوي دفترونو ته لېږدول شوي دي.

د ښاغلي نور په خبره د رایو ۸۴ سلنه پاڼې هم له ولایتونو نه مرکز کابل ته لېږدول شوې دي او د شنبې په ورځ به ډېری ولایتونو کې د کاروول شویو رایو یوه برخه پایلې اعلان شي.

ښاغلی نور دغه راز وايي، د یو شمېر مرکزونو حساس توکي چې د کمېسیون له طرزالعمل سره سم نه دي غوټه شوي او د پایلو پاڼې په ځانګړو خریطو کې نه دي ځای پر ځای شوې، قرنطین شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند په خبره دغه حساس توکي او پاڼې به د څارونکو او رسنیو په وړاندې وارزول شي، او که ثابته شي، چې دغو پاڼو کې ټګي برګي شوې، باطلې به اعلان شي.

بل لور ته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، چې له دوو ورځو راهیسې یې د ټاکنیزو شکایتونو ارزوونه پیل کړې ده.

د دغه کمېسیون ویاند نادرمحسني په دې اړه وايي:

' نژدې یو زر درې سوه څلور دېرش شکایتونه داسې دي، چې د ټیلیفون له لارې ثب شوي دي او کوم شواهد او ثبوتونه نه لري، یوازې د اطلاع په بڼه مطرح دي او یوزر او شپږ سوه شکایتونه بیا داسې دي، چې د ټاکنیزو شکایتونو فورمو ډکولو سره او وروسته د شواهدو له ضمیمې سره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونو یا مرکزي دفتر ته سپارل شوي دي.'

د دغه کمېسیون مسوولین وايي هوډمن دي، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلانه مخکې به د شکایتونو ارزونې لړۍ پای ته ورسېږي.

د ښاغلي محسني په وینا ټاکنو کې د درغلیو تصویري او ویډیويي کلیپونه، چې ځینو خبري اژانسونو او ټولییزو رسنیو خپاره کړي دي هم ارزول کېږي.

ورته مطالب