د جګړې پاتې شونې د تلفاتو ډېرېدو لامل دي

د انځور حقوق AP
Image caption د اټکلونو له مخې دغه توکي په ۸۰۰ مربع کیلومتره ساحه کې خواره واره پراته دي.

افغانستان کې د ماین پاکۍ د همغږۍ مرکز وايي، چې دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د تمریناتی مرکزونو د ناچاودیدونکو توکو له کبله د تلفاتو شمېر په ډېرېدو دی.

ثبت شوې شمېرې ښيي، چې د ۲۰۱۲ کال اوږدو کې د دغسې پېښو له کبله هر میاشت د تلفاتو شمېر ۳۲ کسانو ته رسېده، خو په ۲۰۱۳ کال کې دغه کچه په یوه میاشت کې ۳۹ کسانو ته ورسېده.

امریکايي پوځي چارواکي وايي، په پام کې لري، چې دغه ساحه پاکه کړي، خو وايي د پلان نشتوالي له کبله تر اوسه د دې کار لپاره پېسې نه دي ځانګړې شوې، چې ښايي لګښت یې ۲۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته ورسېږي.

د افغانستان دفاع وزارت چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې د یو شمېر پوځي مرکزونو واک تر لاسه کړی، په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي د دغې ستونزې د حل لپاره به حکومت پروګرام جوړ کړي.

نورمحمد سعید په اړه له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال تر پایه وتلو ته چمتو والی کوي ، خو دغه ځواکونه شاته یو خونړی میراث پرېږدي.

افغانستان کې داسې لسګونه ځایونه شته، چې بهرنیو ځواکونوترې د خپلو ځواکونو د مېشت کېدو او پوځي تمریناتو لپاره کار اخیست.

دغه ځواکونه چې له افغانستانه وځي، تر شا د ناچاودلو وسلو یو انبار پرېږدي، چې پکې لاسي بمونه، راکټونه او د هاوان ناچاودلې مرمۍ دي، چې د اټکلونو له مخې په ۸۰۰ مربع کیلومتره ساحه کې خواره واره پراته دي.

دغو سیمو ته ورغلي یو شمېر ماشومان یا ټپیان شوي او یا یې هم ژوند بایللی، خو په دې اړه ډېر لږ رپوټونه خپاره شوي دي.

افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام د همغږۍ مرکز مشر محمد صدیق راشد وايي، د پوځي تمریناتو په مرکزونو کې د ناچاودلو توکو له کبله د تلفاتو شمېر په ډېرېدو دی.

د دغو تشو تمریناتي مرکزونو پاکول د اټکلونو له مخې ۲۵۰ میلیونه ډالره ښودل شوی، خو د ښاغلي راشد په وینا دم ګړۍ دوی د دغه لګښت پوره کولو هېڅ توان نه لري.

بل لور ته امریکايي پوځي چارواکي وايي غواړي دغه ساحې له ماینونو او نورو ناچاوديدلو مهماتو پاکې کړې، خو وايي د کوم پروګرام نشتوالي له کبله د دغې چارې لپاره پېسې نه دي ځانګړې شوې.

دافغانستان دفاع وزارت چې د یو شمېر بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته یې د یو شمېر تشو مرکزونو واک په لاس کې اخیستی، تر دې دمه یې کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، چې حکومت به د دغې ستونزې هواري لپاره پروګرام جوړ کړي.

' دې کې شک نه شته، چې د افغانستان حکومت به دې لړ کې تدبیرونه او پروګرام ولري، خو هغه څه چې د افغانستان ملي پولیسو لپاره مهم دي، دادي، چې د افغانستان په هر ګوټ کې د افغانانو ساتنې او خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.

موږ هیله مند یو، چې افغان حکومت هغسې چې لازمه ده دغه موضوع له اړوندو مقاماتو سره مطرح کړي او هر مشکل چې وي، حل شي.'

د افغانستان ماین پاکۍ همغږی کونکي مرکز خبرداری ورکوي، چې که د بهرنیو ځواکونو د اوسېدو ځایونه او یا تمریناتي مرکزونه، چې اوس یې ډېری ویجاړ شوي او یا افغان ځواکونو ته سپارل شوی، له دغو مهماتو پاک نه شی، داسې وېره شته، چې د دغو مهماتو چاودنو له کبله به تلفات زیات شي.

ورته مطالب