کابل: د فوايد عامې مرستيال وزير تښتول شوی

د انځور حقوق AP
Image caption خيرخانه د کابل ښار په شمال کې ګڼ مېشتې سيمه ده

د افغانستان د فوايد عامې وزارت منلې، چې په پلازمېنه کابل کې د دغه وزارت د حفظ او مراقبت مرستيال وزير ناپېژاندو وسله والو تښتولی دی.

د دغه وزارت وياند ساحل کاکړ بي بي سي ته وويل احمد شاه وحيد نن سهار شاوخوا اووه بجې هغه مهال د ښار له شمالي برخې خيرخانې نه وسلوالو وتښتاوه، چې له خپل کور نه د دفتر پر لوري روان و.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې وايي، چې ښاغلي کاکړ تاييد کړې د احمد شاه وحيد د تښتولو پر مهال وسلوالو ډزې هم کړي چې په پایله کې يې د ښاغلي وحيد موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

د وزارت چارواکي وايي موټر چلوونکی اوس د درملنې لپاره په روغتون کې دی.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم د احمد شاه وحيد د تښتولو خبر تاييد کړی او ويلي يې دي چې افغان امنيتي ځواکونه يې د موندلو په لټه کې دي.

تر اوسه د دغې پېښې لامل نه دی کره شوی.

د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي د دوی د معلوماتو له مخې ښاغلي وحيد شخصي تربګني نه لرله او نه يې هم له قرارداديانو سره کومه مالي شخړه لرله.

دا چې دغه بريد څه ډول رامنځته شوی معلومه نه ده، خو د وزارت وياند ساحل کاکړ وايي عيني شاهدانو ورته ويلي، چې بريدګر څلور کسان وو.

ورته مطالب