هرات کې وسلوالو يو ديني عالم وژلی دی

Image caption دغه ديني عالم روغتون ته د لېږدول کېدو پر مهال د خپلو ټپونو له امله مړ شوی دی

د افغانستان په لويديځ کې چارواکي وايي، د هرات يو ديني عالم تېره شپه ناپېژاندو کسانو هرات ښار کې وژلی دی.

دوی وايي مير فاروق حسيني د دغه ولايت د ديني عالمانو د بنسټونو وياند و.

مير فاروق حسيني تېره شپه هغه مهال دوو ټوپکوالو موټر سايکل سپرو په نښه کړ، چې د ماخوستن لمانځه نه د کور پر لوري روان و.

چارواکي وايي دغه ديني عالم روغتون ته د لېږدول کېدو پر مهال د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.

مير فاروق حسيني د افغانستان د اوبو او برېښنا د پخواني وزير محمد اسماعيل د پلويانو څخه شمېرل کېده.

دی د افغانستان د اوسني حکومت له پلويانو بلل کېده، خو وخت ناوخت يې د حکومت پر ځينو تګلارو نيوکه هم کوله.

د مير فاروق حسيني وژل کېدو په هرات ولايت کې په ټولنيزو/ خواله رسنيو کې هم غبرګونونه له ځانه سره لرل.

وسله والو د افغانستان په لويديځ هرات کې رسنيو ته د يوه پيغام په استولو د دغه ديني عالم د وژنې پړه پر غاړه اخيستې ده.

په تېرو شاوخوا ۱۲ کلونو کې د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم لسګونه ديني عالمان او مخور د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوي دي.

د هدفي وژنو دا پېښې تر ډېره د افغانستان په سويل کې شوي، خو نورې سيمې هم ترې خوندي نه دي پاتې.

ورته مطالب