"د لسگونو زندانيانو دوسيې لا نه دي سپارل شوي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption تر دې دمه ٤١٥٩ د محکمو د حکم، او د دوسيو څېړنې د کميټې د ارزونو په پايله کې پرېښوول شوي دي

افغان چارواکي وايي په بگرام زندان کې د شته ٣٣٦ افغان بنديانو دوسيې لا امريکايانو دوى ته نه دي سپارلي.

دا موضوع د بگرام زندانيانو د دوسيو څېړنې کميټې په وروستي رپوټ کې جوته شوې چې د يوې ناستې په ترڅ کې ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې شو.

د بگرام زندان مسوول او د زندانيانو د دوسيو څېړنې کميټې مشر جنرال فاروق په خپلو څرگندونو کې وويل

د ولسمشرۍ له دفتره په خپرې شوې وينا پاڼه کې راغلي چې د جنرال فاروق په وينا، له سپارل شويو بنديانو څخه، تر دې دمه ٤١٥٩ د محکمو د حکم، او د دوسيو څېړنې د کميټې د ارزونو په پايله کې پرېښوول شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې افغان ولسمشر د ملي امنيت سلاکار رنگين دادفر سپنتا ته دنده وسپارله چې افغان حکومت ته د پاتې زندانيانو د دوسيو سپارلو په لړ کې دې، له امريکايي چارواکو د بيړني اقدام غوښتنه وکړي.

افغان لوري ته د بګرام زندان د مسؤولیت له سپارل کېدو وروسته دغې کمیټې پرېکړه وکړه چې د بګرام له زندانه سلګونه افغان زندانیان ازاد کړي.

دې کمیټې هغه اسناد د الزام لپاره کافي ونه ګڼل چې د امریکايي ځواکونو له خوا وړاندې شوي وو.

امریکايي ځواکونو وايي ځينې دغه زندانيان د افغانستان او بهرنیو ځواکونو د امنیت لپاره لوی ګواښ دی.

خو د افغان حکومت دريځ دا دى چې د دغو کسانو په وړاندې داسې شواهد نشته او بايد آزاد شي.

ورته مطالب