کندهار کې ۱۰۰ پوليس قانون ته سپارل شوي

د انځور حقوق
Image caption د دوی په منځ کې يو شمېر داسې پوليس هم شته چې د اعدام سزا ورته اورول شوې

د سویلي ولایت کندهار پوځي څارنوالۍ ویلي، چې په تیر لمریز کال کې د سیمه يیزو پولیسو په ګډون ۱۰۰ پولیس د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

مصطفی سالک په خپل راپور کې کاږي، چارواکو ويلي چې نالوستوب او له قانونه د یو شمېر پوليسو ناخبري د دغو چارو له سترو لاملونو دي.

د کندهار د پوځي څارنوالۍ چارواکي وايي چې په تیر لمریز کال ۱۳۹۲ کال کې ۱۰۰ افغان پولیس د غلاوو، وژنو، جنسي تیریو، ترافیکي پیښو، له وګړو سره د ناوړه چلند، په دندو کې د ناغیړیواو د وسلې د ناسمې کارونې په تورونو نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

د پوځي څارنوالۍ مشر برید جنرال محمد انور حکیمي وايي چې له نیول شویو څخه ډیر یې سیمه يیز پولیس دي ځکه چې په وینا یې له دوی څخه ګن شمیر یې نالوستي او له قانونه ناخبره دي.

په نیول شویو پولیسو کې د يوې ولسوالۍ د امنیې قومندان او د حوزې د مشر په کچه چارواکي هم شته.

ځینې پولیس د محکمو له خوا ګرم هم پیژندل شوي او له يوه کاله تر ۱۵ کلونو بند باندې محکوم شوي دي.

د دوی په منځ کې يو شمېر داسې پوليس هم شته چې د اعدام درنه سزا ورته اورول شوې ده.

خو د حکومت له خوا هڅې روانې دي چې د کندهار په روزنیز مرکز کې پولیس په مسلکي توګه وروزي، چې د جرمونو کچه یې ښکته شي.

په دغه ولایت کې په تیرو ۴ میاشتو کې تر ۸۰ تنو ډیر پولیس په مسلکي توګه روزل شوي دي.

سربیره پر دې روزنیز مرکز په خپل وروستي پړاو کې د کندهار د بیلو ولسوالیو نژدې ۱۵۰ تنه سیمه يیز پولیس هم روزلي دي.

ورته مطالب