''اغا جان معتصم عرب اماراتو کې نظر بند دی''

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption معتصم اغا جان د افغان حکومت او وسله والو ترمنځ د جوړجاړي لپاره مهم کس بلل کېده

د افغانستان د سولې عالي شورا مني چې د طالبانو پخوانی چارواکی اغا جان معتصم په عربي متحد اماراتو کې په خپل کور کې نظر بند شوی دی.

زمزمه نيازۍ په خپل راپور کې وايي، دغې شورا له اماراتو غوښتي چې معتصم اغا جان ژر تر ژره راخوشی کړي.

اغا جان معتصم د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د ماليې وزیر او د طالبانو د حکومت د ړنګېدو وروسته په کوټه کې د طالبانو د سیاسي شورا مشر و.

له شاوخوا یوې اوونۍ لادرکه کېدو ورسته اوس د طالبانو د پخواني چارواکي اغا جان معتصم څرک لګېدلی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا په خپل نوي غبرګون کې ویلي چې اغا جان معتصم د متحد عرب اماراتو حکومت له لوري په خپل کور کې نظر بند شوی دی.

دغې شورا ټینګار وکړ وروسته له هغې چې د افغانستان دولت او د سولې شورا د آغا جان له نیولو خبر شول، د اماراتو لوړ پوړو چارواکو سره اړیکه ونیوله او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

د سولې شورا د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره معتصم آغا جان د سولې په راوستلو کې یو ښه همکار یاد کړی دی.

د دغې شورا د بهرنیو اړيکو مشر اسمعیل قاسمیار له بي بي سي سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې امارات به د اغا جان په خلاصون کې مرسته وکړي.

پر اغا جان معتصم بريد

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه هر وخت چې د افغانستان د سولې عالي شورا خبرې له مخالفو وسلوالو سره د پرمختګ په حال کې وي خنډونه یې په مخ کې جوړ شوي دي.

دی وايي، ځینې کړۍ په پټه او ښکاره هڅه کوي دغه لړۍ له ناکامېدو سره مخامخ کړي او هغه څوک چې په ریښتیني ډول دغې شورا سره مرسته کوي قرباني شوي دي.

اغا جان معتصم د ۲۰۱۱ کال د اګست میاشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وسله والو له لوري يو ځل په نښه شو چې په پایله کې يې ټپي شو.

له دغې پېښې وروسته، نوموړی د افغان حکومت او وسله والو تر منځ د سولې په راوستو او جوړ جاړي کې مهم کس وبلل شو.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم منلې وه چې معتصم آغا جان په متحده عربي اماراتو کې لا درکه شوی دی.

ورته مطالب