وردګو کې وسله والو د عامه نظم ۴ پولیس وژلي

Image caption د عامه نظم وژل شویو سرتېرو کندهار کې کار کاوه، چې کورونو ته د ستنېدو پرمهال وردګو کې تښتول شوي.

د افغانستان پلازمېنې کابل څنګلوري میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کې د عامه نظم څلور سرتېري وژل شوي.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، پېښه د تېرې سې شنبې پر ماښام ناوخته شوې ده.

سرچینه وايي، د حکومت مخالفانو د کابل- کندهار پر لویه لار د عامه نظم پنځه سرتېري تښتولي وو، چې څلور یې ترې وژلي دي.

له وردګو ولایته خپره شوې ویناپاڼه وايي، که څه هم امنیتي ځواکونو د نیول شویو سرتېرو د خلاصون لپاره عملیات وکړل، خو تښتوونکو څلور سرتېري وژلي او پنځم په تېښته بریالی شوی دی.

د عامه نظم دغو سرتېرو کندهار ولایت کې د څلورمې لوا کنډک اړوند وو، چې د رخصتیو پرمهال کورونو ته پر لاره وسله والو بېولي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

میدان وردګ د کابل په ګاونډ کې پروت ولایت دی، چې په وروستیو کې یې امنیت ډېر خراب شوی و.

وړاندې د وردګو والي خبرداری ورکړی و، که چېرې د دغه ولایت امنیت سم ټینګ نه شي، شاید کابل هم ترې ناامنه شي.

غزنی

بل خوا، د افغانستان غزني ولایت کې د دوو موتر ترمنځ ټکر کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د غزني قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال وايي، د قره باغ ولسوالۍ د لېونۍ بازار سیمه کې یو کرولا او بل ډاینا موټر ټکر شوي.

په ټکر کې د شپږو کسانو پر وژل کېدو سربېره، دوه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي نظروال د ټکر اصلي لامل د چلوونکي بې احتیاطي بللې ده.

د غزني مرستیال والي ویلي، چې د غزني ښار سفندې سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه کسان وژلي دي.

چاودنه پر یوې کرولا شوې ده.

ورته مطالب