کرزی:هیله ده د ټاکنو پایلې په خپل وخت اعلان شي

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانانو هیله داده، چې د ټاکنیز بهیر پاتې مراحل هم له قانون سره سم، مستقل او شفاف وي. حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزي په خپله ۱۵ ورځنۍ راډیويي وینا کې ویلي، هیله مند دی، چې د ټاکنو پایلې په ټاکلي وخت اعلان شي.

ولسمشر کرزي ویلي، د ټاکنو له خپلواک کمیسیونه او دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیونه د افغانانو هیله داده، چې د ټاکنیز بهیر پاتې مراحل هم له قانون سره سم، مستقل او شفاف وي، چې د خلکو اراده تمثیل شي.

نوموړي ویلي:

'' موږ ټول باور لرو چې ټول کاندیدان به هم د ولس رایو ته په به درناوي سره د ټاکنو مشروع پایلې ومني، چې هېواد د ټیکاو، باور او ولسواکۍ یو بل روښانه پړاو ته داخل شي."

له دې مخکې د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي و، د ټاکنو کمېسیون ته یې د قرنطین لپاره د هغو ۵۱۶ مواردو درغلیو نوملړ استولی چې د یو شمېر مدني ټولنو له خوا دغه کمېسیون ته سپارل شوی دی.

د ټاکنو د کمېسیون د کارکوونکو په اړه ۱۰۷۴ شکایتونه شوي دي.

ميليونونو افغانانو د وري میاشتې په ۱۶ له گواښونو سره سره رايې ورکړې او اوس غواړي پوه شي چې د خوښې کس يې ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ته غوره شوى او که نه؟

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند، نادر محسني ویلي، همدې ټکي ته په پام سره پرېکړه شوې چې دغه شکایتونه د زونونو په کچه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د یوه غړي په حضور او شکایتونو د کمیسیون د یوه غړي تر څارنې لاندې تر سره شي.

ښاغلي محسني زیاته کړه قرنطین شوې رایې به د رسنیو، څارونکو او مدني ټولنې د استازو په وړاندې وڅېړل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته شاوخوا ۳۵۰۰ شکایتونه رسېدلي چې شاوخوا دوه زره یې په لیکلې او مستنده بڼه دي.

د ټاکنو کمېسیون هم د رایې ورکولو د شاوخوا ۵۰۰ ځایونو رایې قرنطین کړې دي.

ولسمشر کرزي په خپله وینا کې ویلي:

' د وري میاشتې ۱۶مې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو بریالۍ ټاکنې افغانستان کې د ثبات او امنیت د لاپیاوړتیا په لاره کې یو بل پیاوړی ګام او پر ولسواکۍ د افغانانو د باور ښکاره ثبوت و.'

د نوموړي په وینا په ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون وښووله چې د افغانستان په خلکو کې پر خپل ځان د باور روحیه خورا پیاوړې ده او افغانان بشپړه وړتیا لري چې خپل ځان، خپل کور او خپل هېواد د نن ورځې له غوښتنو سره برابر جوړ او بسیا کړي.