"د مشکوک مرکزونو د نیمايي رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي تر دې دمه د نژدې شپږو زرو ټاکنیزو مرکزونو پایلې کابل ته رسیدلي او د کره کولو چارې یې تر لاس لاندې دي.دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د مشکوکو ټاکنیزو مرکزونو د رایو بیا شمېرنه پیل شوې چې نیمايي یې بشپړه شوې او د پاتې نورو څیړنه او پلټنه روانه ده.

دا رنګه کمیسیون وايي چې تر دې دمه د نژدې شپږو زرو ټاکنیزو مرکزونو پایلې کابل ته رسیدلي او د کره کولو چارې یې تر لاس لاندې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې چې د وري/حمل په ۱۶مه نیټه ترسره شوې لومړنۍ پایلې یې د مهال وېش سره سم ښايي په راتلونکو څلور پنځو ورځو کې روښانه شي.

له کابله محمود کوچی په خپل رپوټ کې وايي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون داسې مهال د مشکوکو رایو او په ځینو مرکزونو کې د کلپو رایو د څیړلو او ارزولو خبره کوي چې د ټاکل شوي مهال ویش له مخې د لومړنیو پایلو جوتېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.

د کمیسون ویاند نورمحمد نور وايي په هغو مرکزونو کې چې کلپې رایې کاریدلي او یا هم په صندوقونو کې له ۶۰۰ زیاتې رایې اچول شوي هغه ټول صندوقونه به بیا له سره شمېرل کېږي او څیړنې به پرې کېږي.

کمیسیون وايي ارزونې د هغې ډلې له خوا ترسره کېږي چې د ټاکنو د کمیسیون د غړو ترڅنګ د مدني ټولنې او څارونکو ادارو غړي او استازي هم په کې برخه لري.

د کمیسیون چارواکي وايي د دغو ارزونو پر مهال به له هغو لارو چارو کار اخلي چې هم کلپې او پاکې رایې سره بیلې کړي او هم ټاکنیز بهیر ته په کې زیان و نه رسېږي.

قرنطین شوې رایې

له کندهاره رپوټونه وايي چې دغلته د ۹۹ سلنې مرکزونو رایې قرنطین شوي دي.

د ټاکنو د کمیسیون چارواکي وايي چې د قرنٰطين شویو رایو پر صندقونو به له سره غور کېږي او په هغو صندوقونو کی چې د قانون خلاف لاسوهنه شوي وي هغه به په چور لټ ډول باطلې اعلان شي.

کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون ولايتی کمیشنر شمس الدین وفا وایي چې دغه مرکزونه په ښار او بېلا بېلو ولسواليو کې دي.

د کمیسیون له خوا د ټاکل شوي مهال وېش سره سم د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د غويي/ثور په څلورمه نیټه اعلان شي.

خو د دغو مشکوکو رایو شمېر او ارزولو ته په پام سره داسې نه بریښي چې دغه څه دې په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي.

د ځینو کتوونکو په باور که د ټاکنو د بهیر هر پړاو له ځنډ او خنډ سره مخامخېږی، پر نورو پړاونو خامخا اغیز پرې باسي.

د دغه ځنډ له امله له یو شمېر افغانانو سره دا اندیښنې هم مخ په زیاتېدو دي چې ګواکې د دوی د کارول شویو رایو پر سر معاملې و نه شي او یا هم د دوی ورکړل شویو رایو ته په سپکه وکتل شي.

ورته مطالب