پانګوال له راتلونکي ولسمشره اقتصادي وده غواړي

Image caption په ۲۰۱۲ کې اقتصادي وده ۱۱،۹ سلنه وه، په ۲۰۱۳ کال کې دغه سلنه ۳.۳ ته راښکته شوه

افغان پانګوال او سوداګر د افغانستان له راتلونکي ولسمشره غواړي، چې د اقتصادي ودې په لړ کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دوی وايي د ولسمشرۍ کاندیدانو ورسره ژمنه کړې، چې له بریالیتوبه وروسته به هغه خنډونه له منځه یوسي، چې د دغه هېواد د اقتصادي ودې مخه یې ډب کړې ده.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې وايي، د افغان پانګوالو او کاروباریانو د مشورتي بورډ مشرتابه پلاوی مني، چې افغانستان کې د پانګه اچوونې کچه ټیټه شوې ده او سوداګري په خورا نامناسب حالت کې ده.

دوی دا هم وايي که د افغانستان راتلونکی حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشرۍ کاندیدان د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره هغه ژمنې، چې له دوی سره یې کړې پوره نه کړي، د دوی په خبره حالت به له دې هم ناوړه بڼه غوره کړي.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا وايي ناامنیو، سړي تښتونې، کرنې او صنعت ته د نه پاملرنې تر څنګ اوسمهال د بیروکراسۍ اوږده او پېچلې لړۍ د پانګونې پر وړاندې لوی خنډونه جوړ کړي دي.

دوی وايي راتلونکي حکومت ته د روغتیا، کرنې او پوهنې په ګډون ډېرو برخو کې مهم وړاندیزونه لري، چې که پام ورته وشي د افغانستان اقتصاد به ورسره وده او پراختیا ومومي.

د دغه بورډ مرستیال محمد محسن پرواني وویل، د ولسمشرۍ مقام کاندیدانو ورسره ژمنې کړې، چې له بریالیتوبه وروسته به افغانستان کې د صنعت او تجارت د ودې پر وړاندې پراته خنډوڼه لرې کړي:

''له دې مخکې چې د ولسمشرۍ کاندیدان خپل پروګرامونه اعلان کړي، له هر یوه سره مو ولیدل او د همدې بیروکراسۍ، فساد او نورو هغو ستونزو چې سوداګر ورسره مخامخ دي د حل په اړه یې راسره ژمنې وکړې''.

تېره اوونۍ د اسیا پرمختیايي بانک په خپل کلني راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان کې اقتصادي وده یوولس اعشاریه نهه سلنه وه، چې وايي په ۲۰۱۳ کال کې د اقتصادي فعالیتونو وده پڅېدو له امله دغه وده درې اعشاریه درې (۳.۳) سلنې ته راښکته شوې ده.

خو واس افغان پانګوال او سوداګر وايي هیله مند دي، چې راتلونکی حکومت به د شته ستونزو په له منځه وړلو سره د اقتصادي ودې چټکتیا ته لاره پرانیزي.

ورته مطالب