هرات کې ۱۰۰ زره رایې باطلې اعلان شوې

Image caption په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي چې باطلې شوې رایې په مخکښو نوماندانو پورې اړه لري.

په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نن (یکشنبه/وری ۳۱) ۱۰۰ زره رایې باطلې اعلان کړې.

سرچینه وایي دغه پرېکړه د درغلیو په اړه د شویو شکایتونو پر بنسټ شوې ده.

پرون د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون اعلان کړی و چې د ۲۷۷ څانګو رایې قرنطین شوي او په وینا یې ډېری درغلۍ د هرات د کشک کهنه، کشک، رباط سنګی، شینډنډ او د هرات په ختېځو ولسوالیو چشت شریف او فارسی کې شوې دي.

په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي چې باطلې شوې رایې په مخکښو نوماندانو پورې اړه لري.

سره له دې چې د نوموړي کمیسیون له خوا د نوماندانو د باطلو شویو رایو د سلنې په اړه څه نه دي ویل شوي خو د کمیسیون مشر عبدالله شیرزی وايي ډېری شکایتونه د ډاکټر عبدالله عبدالله په اړه ور رسېدلي دي.

په هرات کې د ډاکټر عبدالله عبدالله استازي وایي اتیا سلنه باطلې شوې رایې د ښاغلي عبدالله وې.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیزو فعالیتونو د سیمه ییز دفتر غړی ډاکټر جمال ناصر بي بي سي ته وویل چې دوی پر دغه پرېکړه اعتراض لري او د ټاکنیزو شکایتونو دا اقدام د ده په وینا د بل نوماند په ګټه ترسره شوی اقدام بولي.

په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر ښاغلی شیرزی بیا وایي چې دوی دغه اقدام د کره اسنادو او شواهدو له مخې د قانون پر بنسټ ترسره کړی او یو تن یې د فرسی په ولسوالۍ کې د درغلیو په تور نیولی هم دی.

نوموړي د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا وروستۍ پرېکړه ده که څنګه وویل: "ناراضي کسان د استیناف غوښتنه کولی شي."

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د ټاکل شوي مهال وېش سره سم د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د غويي/ثور په څلورمه نېټه اعلان شي.

ځیني کتونکي په دې باور دي چې د ټاکنو د بهیر په هر پړاو کې خنډ او ځنډ پر نورو پړاونو اغېز پرې باسي.

په همدې حال کې له یو شمېر افغانانو سره دا اندېښنې هم مخ په زیاتېدو دي چې ګواکې د دوی د کارول شویو رایو پر سر معاملې و نه شي او یا هم د دوی ورکړل شویو رایو ته په سپکه وکتل شي.

ورته مطالب