اغا جان معتصم کابل کې خوندي ځای کې دی

د انځور حقوق BBCPashto.com

د طالبانو یو پخوانی مهم چارواکی وروسته له هغه افغانستان ته راستون شو،چې خلیج کې د سولې دفتر په پرانیستلو کې پاتې راغی.

اغا جان معتصم ‍ پرپیسو له یوې لانجې وروسته د طالبانو له لوري وشړل شو. خو هغه د سولې د یوه مرکچي په توګه ځان څرګند کړ.

دی اوس کابل کې په یوه پټ ځای کې اوسېږي.

ډیوېډ لاین پرې رپوټ لري:

اغا جان معتصم پر یوه مهال پاکستان کې د طالبانو په مشرتابه کې مهم رول درلود.

خو نوموړی دوه کاله دمخه له پاکستانه ووت اود طالبانو مشر ملا عمر له لوري پرې تور ولګول شو چې د غورځنګ پیسې يې غلا کړي دي.نوځکه له احتماله لرې ده چې هغه دې یو منځګړی وي.

خو افغان دولت او امریکايي چارواکي باور لري چې کېدای شي هغه دې د سولې لپاره یو ښه ملګری وي.

اغا جان معتصم لومړی ترکیه کې میشت شو او بیا متحده عربي اماراتوته لاړ.

خو له اماراتو له دې کبله وشړل شوچې نه یې غوښت چې د طالبانو دفتر یې خاوره کې وجود ولري.

کابل ته تر رسېدا وروسته ښاغلی معتصم یو پټ ځای ته وړل شوی دی.

په افغانستان کې د سولې د عالي شورا یومهم چارواکی معصوم ستانکزی وایی باورلري چې معتصم کولای شي چې د طالبانو ځینې غړي د سولې خبرو ته رامات کړي.

افغان حکومت د هغه امنیت نیولی خو ټینګار کوي چې معتصم کولای شي چې په آزاد ډول سفر وکړي.

خو دا ګرانه ده وکتل شي چې دی به څنګه له طالبانو سره د سولې خبرو ته لاره هواره کړي. ځکه طالبانو تراوسه پورې سولې خبرو ته کومه لیوالتیا نه ده ښودلې.

ورته مطالب